په سروبي ولسوالۍ کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ پرانسته وشوه او په لغمان ولایت کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ تهداب ډبره کیښودل شوه

نن د افغانستان کرکټ بورډ اجرییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، اداري کارکونکو او ملي لوبغاړو په سروبي ولسوالۍ کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ رسمي پرانسته وکړه او د لغمان ولایت په مرکز کې یې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ رغنیزو چارو د تهداب ډبره کیښوده.

له هرڅه دمخه د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په مشرۍ د کرکټ بورډ هیئت د سروبي په ولسوالۍ کې د کرکټ هغې روزنیزې اکاډمۍ پرانسته وکړه چې د همدغې ادارې په مالي لګښت په درې جریبه ځمکه کې رغول شوې ده. په دغو مراسمو کې د سروبي ولسوال محمد ګل شرافت او د ولایتي شورا پخواني غړي محمد نصرتیار هم ونډه درلودله.

د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د پرانستې پر مهال راغلو لوبغاړو او د کرکټ مینه والو ته داسې ووییل، “وخت وو چې یوازې د هیواد په مرکز کې د کرکټ یوه اکاډمي فعاله وه او هغه هم له معیارونو سره برابره نه وه. نن دادی موږ د هیواد په مختلفو لیرې پرتو ولایتونو کې د کرکټ معیاري روزنیزې اکاډمۍ لرو چې په منظم ډول لوبغاړو ته زده کړه په کې ورکول کیږي. زه د سروبي له ټولو لوبغاړو هیله کوم چې له برابرو شویو معیاري امکاناتو ګټه پورته کړي او د خپلو ملي لوبغاړو په څیر وځلیږي”.

د سروبي ولسوال محمد ګل شرافت د کرکټ بورډ له هلو ځلو او په دغه ولسوالۍ کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ له پرانستې مننه وکړه. نوموړي هم له ځوانانو وغوښتل چې له برابرو شویو امکاناتو سمه ګټه پورته کړي. سربیره پردې، یو شمیر ځوانانو د کرکټ بورډ له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی هیله لري ښه زده کړه وکړي او د راتلونکي اتلان شي.

په پای کې د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ غړو او د ملي لوبډلې دوه لوبغاړو هر یو حشمت الله شهیدي او محب الله اوریاخیل لخوا د اکاډمۍ رسمي پرانستل وشوه او د سروبي ولسوالۍ مسئولینو لخوا د کرکټ بورډ پر غړو پګړۍ وتړل شوې.

له سروبي څخه د کرکټ بورډ هیئت د لغمان ولایت په لوري ولاړ چې هلته یې هم د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي، سناتور قاري میر هاتم تره خیل او د کرکټ مینه والو لخوا تود هرکلی وشو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس، د ولایتي شورا رئیس، د کرکټ بورډ چارواکو، سناتور تره خیل او د ملي لوبډلې لوبغاړو په ګډه سره د مهترلام ښار په سراج بڼ کې د کرکټ اکاډمۍ رغنیزو چارو د تهداب ډبره کیښوده. دغه اکاډمي په یو نیم جریبه ځمکه کې د کرکټ بورډ په مالي لګښت رغول کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د مراسمو په ترڅ کې داسې ووییل، “زموږ پرمختیایي سفر به د هیواد تر ګوټ ګوټ پورې مزل وکړي. پرون هلمند او نورو ولایتونو ته ولاړو، نن دادی د سروبي ولسوالۍ او لغمان په ولایت کې د ځوانانو لپاره د کرکټ اکاډمیک چاپیریال رغولو لپاره عملي کار کوو. هیله من یم ټول ځوانان له برابرو شویو امکاناتو پراخه ګټه پورته او معیاري کرکټ زده کړي”.

د لغمان ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي او سناتور میرهاتم تره خیل د کرکټ بورډ فعالیتونه او کوټلی مدیریت وستایه او په دغه ولایت کې یې د معیاري کرکټ زده کړې لپاره د زمینو مساعدولو څخه مننه وکړه.

په مراسمو کې یو شمیر معلولیت لرونکو لوبغاړو هم ونډه درلودله او په لغمان ولایت کې یې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ رغولو لپاره د تهداب ‌ډبرې کیښودلو له چارو مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *