۱۲ مۍ ۲۰۱۵- ۲۲ غبرګولی ۱۳۹۴

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پرورګرام په دې وروستیو کې د سرپل ولایت په سوزما قلعه، سنګچارک او مرکز کې دري پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د اوبو رسولو د ملي پروګرام د پروژو د تطبیق د څانګې د مسؤلینو د څرګندونو پر بنسټ، په دغه پرمختیايي پروژو کې په سوزما قلعه کې د ۱۵ برمه څاه ګانو، په سنګچارک کې د ۱۵ څاه ګانو او په مرکز کې د یوې شبکې جوړول شامل وو.

د یادو شویو پروژو لګښت ۵،۵۶۰،۱۰۵ افغانۍ وو، چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) لخوا ورکړل شو او د سرپل ولایت په بېلا بېلو ټولنو کې  شاوخوا ۶۵۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د اوبو رسولو ملي پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مهمو پروګرامونو څخه دی، چې موخه یې په د لېرو پرتو سیمو وګړو لپاره د څښاک د صحي اوبو، د روغتیاساتنې د اسانتیاوو او د پاکوالي (نظافت) د تعلیماتو برابرول دی.

دغه پروګرام اوس د سرپل ولایت په دوو ولسوالیو کې فعالیت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *