تاند- په سرپُل ولایت کې د یوه داعشي په انتحاري حمله کې د طالبانو د قوماندان په ګډون لږترلږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.
راپورونه وايي، حمله کوونکي داسې مهال ځان والوزاوه چې طالبان د جنازې په مراسمو کې راټول شوي وو.
په بلخ ولایت کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویندوی حنیف رضايي رسنیو ته وویل چې دا پېښه نن /سې شنبه/ ماسپښین مهال په صیاد ولسوالي کې وشوه.
طالبانو د خپل یوه مشر شېرمحمد غضنفر جنازه خاورو ته سپارله چې د داعش یوه غړي د دوی په منځ کې ځان والوزاوه. غضنفر پرون /دوشنبه/ د داعش د غړیو په حمله کې وژل شوی و.
داعش او طالبان، چې د دین په نامه جنګېږي، د جنازې، لمونځ، جومات او نورو مذهبي اماکینو پروا نه لري او هر ځای چې وار ورته برابر شي برید کوي.
طالبانو او داعشیانو په ځلونو په جوماتونو او تکیه خانو انتحاري او بمي بریدونه کړي دي چې په لړ کې یې نه یوازې قرآنکریمونه سوځېدلي بلکې ډېر بېګناه لمونځ کوونکي هم شهیدان شوي دي.
د شاهین قول اردو ویاند وايي چې په دې انتحاري حمله کې ۱۵ یا ۱۸ نور طالبان وژل شوي او لږترلږه ۳ ټپیان شوي دي.
خو د سرپل د والي ویندوی وايي چې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
په عین حال کې امنیتي سرچینې وايي چې لږترلږه ۲۲ طالبان وژل شوي دي.
دوی دی خدای په یوبل ورک کی، طالب و داعش د تکفیریزم غبرګ لړمان دی. دغه لړمان د لوی تکفیری ترهګر غلام رسول سیاف لمسیان دي چې اوس د خپلو واسکټي شاګردانو له ډاره هلیکوپټر کی لکه غل پټ ګرځي. د طالب و داعش اعمال پخپله دا ښیی چی د دوی متفاوت نومونه مهم نه دی اوهیڅکله ددوی ماهیت له یوبل نه شي بیلولی
داعش یو څرن سپی دی ورکیږي خو طالب مو دمور میړه ده یور بیا په قدرت راځي تف لانت تاندوالو