تاند- په سرپُل ولایت کې د سږ کال له پیله تراوسه پوري ۶۳ نوي ښوونځي جوړ شوي او پرانستل شوي دي.

د سرپُل د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په ترڅ کې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پنځوس ښوونځیو لپاره نوي ودانۍ جوړې شوي او زرګونو زده کوونکو ته د زده کړې اسانتیا برابره شوې ده.

د سرپُل د پوهنې ریاست وايي چې لا هم په دغه ولایت کې د ډېرو نورو ښوونځیو لپاره ودانۍ پکار دي ځکه چې د دغه ولایت اوسېدونکي له زده کړو سره مینه لري او ګڼ شمېر زده کوونکي لا هم تر شنه اسمان لاندې زده کړه کوي.

د دوی په وینا په نویو جوړو شویو ښوونځیو کې ۲۰ زره زده کوونکو ته د زده کړې اسانتیا برابره شوې ده.

پرون د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونسیف په یوه راپور کې له تعلیم څخه د محرومیت له پلوه افغانستان په نړۍ کې څلورم هیواد وباله. (تفصیل)

د دې ادارې په وینا په سلو کې ۴۰ افغانان له زده کړو بې برخې دي.

د افغانستان په هغو سیمو کې چې د دولت وسله وال مخالفان زیات فعال دي، تعلیمي نظام په ټپه درول شوی او په یو نیمه ځای ناکراره سیمه کې چې د ښوونځیو مخه نه ده نیول شوې، تعلیمي سویه یې نهایت ټیټه شوې ده.

د سرپُل د چارواکو په وینا په دغه ولایت کې سږ کال د ملي پیوستون د پروګرام له لارې په ۱۰۰ ملیون افغانیو ۳۰ ښوونځي جوړ شوي او نور د پوهنې د وزارت له لوري ودان شوي دي.

د پوهنې وزارت سږ کال په سرپُل ولایت کې د ۳۳ نورو ښوونځیو ودانۍ، چې کار یې په تېرو کلونو کې پیل شوی و خو نیمګړې وې، بشپړې کړي دي. په دې توګه سږ کال په سرپُل کې ۶۳ نوي ښوونځي جوړ شوي دي.

2 thoughts on “په سرپُل ولایت کې سږ کال ۶۳ ښوونځي جوړ شوي”
  1. Aya koom masjid ham dawlat joor karai? Za de Maktab pa joorido khoshala yam kho le dawlat de Islami markazoono aw joomatoono de joorido ham hila kawam.

  2. د خدای او رسول او انسانیت په مخ حقیقت مه پټوۍ !
    دغه ښوونځي د المان ددولت ځخه يوې خیري یې موسسې جوړ کړي او دغه اتحادیه چې خیریه اتحادیه ده دا ۲۱ کاله په دغه منطقه کې ښونځي جوړوي او دا د میرمن نولې چې د ۹۰ کالو ده په مشري جوړیږي
    http://www.afghanistan-schulen.de/
    داپورته یې پته ده په غور یې ټول نقاط وګورۍ
    دولت نه ښوونځي جوړوي نه علاقه لري ، په پښتو کتابونه نشته په تور بازار کې خر څيږي
    په پښتنې مناطقوکې کتابونه نشته او ډير کم ښونځي شته
    نور نو څه درته ولیکم چاته وژاړم او چاته ښکنځلې وکړم !!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *