تاند- د سیمه ییزو زورواکانو د نیونو په لړ کې ۱۴ تنه په سرپُل ولایت کې د یوه زورواک د نیولو په مهال ووژل شول.
د سرپُل د والي ویندوی ذبیح الله اماني نن /چهارشنبه/ رسنیو ته وویل، ۶ افغان امنیتي ځواکونه او د زورواک قوماندان مهدي مجاهد ۸ پلویان په هغه نښته کې ووژل شول چې پرون ماښام د بلخاب ولسوالي په دهنه کلي کې ونښته.
اماني وویل چې د مهدي مجاهد د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې نن هم دوام وکړ او نوموړی تراوسه پورې لا نیول شوی نه دی.
په دې نښته کې د مهدي مجاهد ۱۲ نور پلویان ژوبل شوي دي.
د دواړو خواوو ترمنځ نښته وروسته له دې پیل شوه چې افغان امنیتي ځواکونو د مهدي مجاهد د نیولو هڅه وکړه.
د سرپُل د والي ویندوی وايي چې مجاهد د خلکو په وژلو، د قانون پر سرغړونې او د عام ولس په ځورولو کې لاس لري.
نوموړي په بلخاب ولسوالي کې د ولسي جرګې د کاندیدانو د کمپاین مخه هم نیولې ده.
تر دې وړاندې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ /اکتوبر۶/ افغان امنیتي ځواکونو د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالي کې یو سیمه ییز زورواک ونیوه.
په سرجنګل کې قوماندان علي پور، چې په قوماندان شمشېر مشهور و، د امنیتي ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۱ تنه ووژل شول.
نوموړی، د ډېرو بېګناه خلکو د وینو په تویولو تورن دی، د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالي په اسداباد کلي کې ونیول شو.
همداراز د دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قوماندان بلال پاچا په ۶ کاله بند محکوم شو.
پاچا، چې پخوا په اچین ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و، په قتلونو، غلاوو او د شخصي بند په لرلو تورن و.