تاند- د سریلانکا د خبري رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد په یوه کلي کې د کبانو اورښت خلک حیرانه کړي دي.

راپور وايي چې د سریلانکا په لوېدیځ کې پر چیلاو (Chelao) کلي په غیرمترقبه ډول د کبانو باران واورېده. په اورېدلیو کبانو کې ځیني تر ۵ اینچو اوږده دي او په عین حال کې اورېدلي کبان ژوندي ول.

خلکو اورېدلي کبان نیولي او پاخه کړي یې دي.

د سیاینسپوهانو په باور دا کبان توپان له اوبو پورته خېژولي او چې باد کمزوری شوی نو پر مځکه لوېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ