تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه د دیني عالمانو کنفرانس، ځنډېدلی دی.
ټاکل شوې وه چې دا کنفرانس روانه میلادي میاشت په سعودي عربستان کې جوړ شي.
د سولې د عالي شورا سرچینې وايي، په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې کنفرانس په نامعلوم علت تر ناڅرګندې نېټې پوري ځنډول شوی دی.
د دې شورا غړي هیله ښکاروي چې د کنفرانس د ځنډېدو علت سیاسي نه وي.
سعودي عربستان موافقه کړې وه چې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو کنفرانس به په جدې ښار کې جوړ کړي څو د افغانستان د جګړې په اړه فتوا صادره کړي.
تر دې مخکې د افغانستان حکومت له پاکستانه هم د داسي یوه کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې وه خو پاکستان له دې سره سره چې ظاهراً د کنفرانس له جوړېدو سره موافقه کړې وه، عملاً حاضر نه شو چې کنفرانس جوړ کړي.