تاند- سعودي عربستان یوه قانوني لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې د دغه هیواد نارینه د ۴ هیوادونو له ښځو سره له واده کولو منع شول.
د سعودي عربستان رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سعودي عربستان له تازه تصویب شوي قانون سره سم د دغه هیواد نارینه اتباع د پاکستان، چاد، بنګله دېش او برما له ښځو سره واده نه شي کولی.
د سعودي عربستاتن له دې قانون سره سم سعودي وګړي یوازې په استثنايي حالاتو کې له مراکشي ښخو/ نجونو سره واده کولی شي.
په لایحه کې ویل شوي چې سعودي نارینه مخکې تر دې چې له یوې مراکشۍ سره واده کوي باید ثابته کړي چې هیڅ راز جنايي دوسیه او روغتیايي ستونزه نه لري او دا هم ثابته کړي چې مراکشي ښځه په مخدرو موادو روږدې نه ده.
همداراز سعودي نارینه له مراکشۍ ښځې سر ه تر واده مخکې مکلف دی چې له خپلې سعودي ښځې اجازه وغواړي.
لایحه وايي، مراکشۍ ښځه باید سم او د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي چې ولي له سعودي سره واده کوي.
سعودي اتباع له هرې هغې مراکشۍ ښځې سره له واده کولو منع شوي چې معلوله یا ناروغه وي.
سعودي عربستان او ایران په اسلامي نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې ادعا کوي بشپړ اسلامي قوانین یې پلي کړي دي.
افرین!