تاند- سعودي عربستان د اصلاحاتو او خلکو ته د ازادیو د ورکولو په دوام کې اعلان وکړ چې پر سینماګانو بندیز پای ته رسوي.
په تېرو ۳۵ کلونو کې په سعودي عربستان کې سینماوې بندې وې خو د تلویزیون له لارې فلمونه خپرېدل.
د سعودي عربستان د ثقافت (کلتور) وزارت نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل«د لومړي ځل لپاره به له ۳۵ کلونو وروسته سینماګانو ته اجازه ورکړل شي چې د راتلونکي میلادي کال له لومړیو څخه فعالیت پیل کړي.»
که څه هم نوي میلادي کال ته ۲۰ ورځې پاتې دي خو ځیني سعودي رسنۍ وايي چې سینماګانې به په درو میاشتو کې پرانیستل شي.
په سعودي عربستان کې د نولس سوه اتیایمې میلادي لسیزې په لومړیو کې پر سینما بندیز ولګول شو.
تېره اوونۍ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د لومړي ځل لپاره د ښځو لپاره ځانګړی کنسرت جوړ شو چې لبنانۍ سندرغاړې هېبه تواجي په کې سندرې وویلې.
زرګونو عربي ښځو، چې په دغه کنسرت کې یې برخه اخیستې وه، خپلې چپنې لیرې کړې، ټول کړي وېښتان یې خوشې کړل او د خوشحالۍ څرګندونې یې وکړې.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، چې ویل کېږي د ریفورمونو او د سعودي عربستان د مدرن کولو کلک پلوی دی، په تېرو څو میاشتو کې د ځینو شهزادګانو د بندي کولو ترڅنګ پراخ اصلاحات پیل کړي دي.
ده تر دې مخکې د روان کال د سپتمبر په میاشت کې سعودي ښځو ته په لومړي ځل د موټر چلولو اجازه ورکړه او ویل کیږي چې د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې به سعودۍ ښځې حق ولري چې له سړي پرته د موټرچلونې د لاینس ترلاسه کولو لپاره عریضې ورکړي.
محمد بن سلمان د روان /۲۰۱۷/ کال د جون په میاشت کې د پاچا سلمان له خوا ولیعهد وټاکل شو.
اوس خو د سینما وخت تللی