خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې د بهرنيو چارو وزارت د وياند جانان موسى زي د څرګندونو په بنسټ لیکلي چې افغان حكومت طالبانو ته په تركيه يا سعودي عربستان كې د دفتر له پرانستل كېدو سره موافق دى، خو دې ورځپاڼې د چارو شنونكو له قوله وايي چې په سعودي عربستان كې د وسله والو طالبانو لپاره د سياسي دفتر پرانستل په هيڅ معنا د سولې او افغان حكومت په ګټه نه دى.

خدمتګار د سياسي چارو د شنونكي جنرال عتيق الله امرخېل خبرې رااخستې چې وايي، لومړى خو به سعودي عربستان دې ته چمتو نه شي چې وسله والو طالبانو ته سياسي دفتر پرانيزي، خو كه فرضاً دغه كار وشي، نو د افغان حكومت او سولې په ګټه نه دى:(( كه په هر عربي هېواد كې وسله والو طالبانو ته سياسي دفتر پرانستل شي، د افغان حكومت او په ټوله كې د سولې په ګټه نه دى.))

ښاغلي امرخېل په خپلو خبرو كې د قطر د دفتر د بدلولو په اړه د افغان حكومت د انګېزې په باب وويل چې افغان حكومت ته د قطر د دفتر پرانستل د امريكا او قطر توطيه ښكاري:((افغان حكومت داسې انګېري چې د وسله والو طالبانو پر سياسي دفتر د بيرغ او لوحې د ځړولو په مساله كې د قطر دولت لاس درلود او ترڅنګ يې په قطر كې د امريكا نفوذ هم زيات دى، نو ځكه دغه دفتر د افغان دولت لپاره يوه توطيه ده.))

كه څه هم د سولې د عالي شورا غړي وايي چې په كوم بل هېواد كې د طالبانو لپاره پر پرانستل كېدونكي دفتر د بيرغ او لوحې خبره د نه منلو ده، خو جنرال امرخېل وايي چې د افغان حكومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې احتمالي پيلېدونكې خبرې د چنې وهلو په پړاو كې دي او پر دفتر د بيرغ او لوحې مساله حل كېداى شي.

د سولې د عالي شورا غړى عبدالحميد مبارز بیا وايي، كه په سعودي او يا په تركيه كې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل شي بايد د لوحې له نصبيدو او د بيرغ له پورته كولو پرته پرانستل شي.

ښاغلي مبازر خدمتګار ته وويل چې په تركيې يا سعودي كې د طالبانو پر دفتر بيرغ او لوحه نصبول د افغان حكومت په څنګ كې د موازي حكومت د جوړېدو په معنى دى:((كه لوحه او بيرغ وځړول شي دا به په نړيوالو توافقاتو كې د افغانستان د خلكو له حقونو څخه سرغړونه وي چې يو انتخابي حكومت لري، هيواد يې ټولې نړۍ په رسميت پيژندلى او يو دويم پوشالي دولت يې په خوا كې تعقيب كړي، افغانستان به يې قبول نه كړي او نه يې بايد قبول كړي.))

افغان حكومت پر داسې مهال په سعودي عربستان كې د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو خبره كوي چې سعودي عربستان د پردې تر شا د وسله والو طالبان د سترو ملاتړ كوونكو هېوادونو له ډلې شمېرل كېږي.

رپوټونه ښيي چې د سعودي عربستان او پاكستان څارګرې ادارې د القاعده او وسله والو طالبانو قوي ملاتړ كوونكې مراجع دي.

د وسله والو طالبانو د واكمنۍ پر مهال د عربي هېوادونو په ډله كې يوازنى هېواد سعودي عربستان و چې طالبان يې په رسميت پېژندلي وو.

القاعده چې له طالبانو سره هم پخوانۍ اړيكې لري، سعودي عربستان ور سره يوازې په خپل قلمرو كې مخالف دى او هڅه كوي ياده ډله د سعودي عربستان له پولو لرې مصروفه وساتي، ځكه چې القاعده ډله د سعودي عربستان د اوسني نظام لپاره كورنۍ اجنډا لري.

د رپوټونو پر اساس القاعده په منځني ختيځ او په تېره بيا په سعودي عربستان كې د امريكا له پانګونو سره مخالفت لري او تر څنګ يې غواړي چې عربستان د شاهي كورنۍ له منګولو خلاص كړي.

له همدې امله د سعودي عربستان استخباراتو افغانستان ته د القاعدې په راوستلو او ښكېلولو كې د پاكستان له استخباراتو سره په ګډه ستر رول لوبولى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *