په سعودی عربستان کښی د افغانستان د صلح په اړه د علماء کرامو غونډی ته
د افغانستان اسلامی امارت عالی شورا غبرګون.
بسم الله الرحمن الرحیم
اولا مونږ د سعودی عرب د هیوادڅخه مننه کوو خصوصا له خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان ابن عبدالعزیز
او د حرمینو له امامانو څخه چی زمونږ مشکل ته یی خپل مشکل ویلی دي اود جمله امت له علماءکرامویی غوښتلی چی ودی لانجی ته د پاي ټکی کښیدی له څښتن متعال څخه غواړو چی دغه د علماء کرامو غونډه د اشغالګرو د اشغال په اختتام وپای ته ورسیږی او د افغان لانجی لپاره یوه مثبته نتجیه لرونکي غونډه سي خو په تاسف سره باید ووایو چی د علماء کرامو دغه رنګه غونډی په نورو هیوادونوکی هم ترسره شویدي او د دی ترڅنګ نورکانفرانسونه هم ترشویدي خوکوم رغنده اثریی نه دي ښکاره سوي.

د افغانستان اسلامی امارت عالي شورا هروخت د اشغالګرو او د اشغال د اختتام د ختمولولپاره بی شماری هلی ځلی کړیدي اوپراشغالګرو’ او ګاونډیانو یی په وار وار ږغ کړی دي چی نور باید اشغالګر افغانان په خپل مینځ کی سره ونه جنګوی بلکه باید هغوی ته موقع ورکړی چی خپله بین الافغانی مذاکري اوخبروته سره کښینی اود دی غم ځپلی هیواد دواړه اړخونه د جنګ پر خپلو کونډو یتیمانو باندی رحم وکړي او د شهداء کرامو د وینی درناوی وکړی او پر اولس نور د رحم اوکرم پلو خورکړي متاسفانه چي غربیان د دی پرځاي چی افغانان په خپلو کي سره کښینوی او دا جنګ ته د همیشه لپاره د پاي ټکی کښیدی خپل دومخی سیاست پرمخ بیایی او دا شته مشکلات نور هم پسی ډیروي.

نو په همدي اساس مونږ له علماء کرامو غوښتنه لرو چی باید د قرآن کریم او احادیثو او د اسلامي او شریعت په رڼا کی د کفارو او اشغالګرو د ظلم او وحشت د اسلام له نکته یی نظره وه ارځوي اوښه وضاحت ورکړی  الله مه کړه داسی نه چی بیا علماء کرام  د چاپه دام کي راګیرسي او دغه غرب راوړی مشکل بیرته پر مونږ راونه تپل سي او د هغوی په اشاره کومه پریکړه ترسره نه کړی ؛ چی هغه پریکړه له قران کریم او احادیثو سره صراحة په ټکر کی وي علماء کرام باید خپل مکلفیت ته متوجه شي او هغه مکلفیت د شریعت غرامحمدی پاسداری کول دي .

نه د دنیاوالو او د هغوی د خواهشاتو ځکه علماء کرام ورثةالانبیا دي دوی باید د خپل مکلفیت په اساس هره خبره او هره پریکړه د شریعت په چوکاټ کي ترسره کړي.

او د افغانستان د کړیدلي اولس شهیدانو یتیمانو ته په کتلوسره داسی پریکړه وکړی چی هغه هم د امت او هم زمونږ د ملت په ګټه وي.

*2018/7/11*
*1439/10/27*

One thought on “په سعودي کې د اسلامي عالمانو د غونډې په اړه د ملا رسول اعلامیه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *