تاند- په سعودي عربستان کې «د ګناه مالیه» په نوم د مالیې له وضع کېدو وروسته د سیګرېټو بیه دوه برابره شوې ده.

د سعودي عربستان د رسنیو د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې حکومت د ګناه مالیه په نوم مالیه اعلان کړې د سیګرېټو او شربتونو بیې دوه برابره لوړې شوي دي.

په اروپايي او امریکايي هیوادونو کې هم د دې لپاره چې خلک له سیګرېټو راوګرځي پر سیګرېټو مالیه د نورو جنسونو په پرتله لوړه اېښودل شوې او د دې ترڅنګ په ټولو سرپټو عمومي ځایونو کې د سیګرېټو څکول منع شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *