تاند- په سعودي عربستان کې د طلاق شمېر مخ په زیاتېدو دی. اوس سعودي عربستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د طلاق شرحه یا شمېر پکې تر ټولو زیات دی.

په ۲۰۱۲ میلادي کال په سعودي عربستان کې تر ۳۱ زره زیات طلاقونه شوي. یعني په هرو سلو ودونو کې شاوخوا یوویشت په طلاق پای ته رسېدلي دي.

د سعودي عربستان د عدلیې وزارت له شمېرنو سره سم سږ کال په دغه هیواد کې یو لکو ۴۸ زره نکاحوې شوي چې له هغو څخه تر ۳۱ زره زیات په طلاق پای ته رسېدلي او تر ۳۴۴۹ د زیاتو نورو جوړو نکاحوې د محکمې له لوري ختمې شوي دي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې اکثره طلاقونه په خورا معمولي او عادي مسلو پېښ شوي مثلاً په ۲۰۱۲ میلادي کال یوه سړي خپله ښځه په دې خاطر طلاق کړه چې د ده په غوښتنه یې خپل ټویټر اکاونټ بند نه کړ.

یوه بل سعودي له واده لس میاشتې وروسته خپلې ښځې ته د موبایل ټېلفون په وسیله طلاق ولېږه او وروسته یې وویل چې دا پیغام یې بې پامه لېږلی و. خو ښځې د خپل خاوند پیغام سیمه ییزې محکمې ته ښکاره کړ او محکمې د هغې طلاق تایید کړ.

د طلاقونو د زیاتېدو له کبله سعودي چارواکو په دې غور پیل کړي چې ځوانې نجونې او هلکان باید تر واده مخکې د مشورې له مرکزونو سره سلا وکړي.

پر دې اساس به یو څوک تر هغو واده نه شي کولی چې د واده د روزنې سند یې نه وي ترلاسه کړی.

2 thoughts on “په سعودي کې د طلاق شمېر مخ پر زیاتېدو دی”
  1. د ټولو عریو دا یوه سرګرمی شوی چی طلاق وزکړه او بلی سره نکاه وکړه یا هم دوی خپلی میرمنی یو له بل سره بدلوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *