تاند- د سعودي عربستان حکومت یو اپلیکېشن جوړوي چې په وسیله یې په جوماتونو کې د ملاامامانو خُطبې څارل کېږي.
د سعودي د الوطن ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې کار هدف دا دی چې لمونځ کوونکي او د خبطې اورېدونکي وپوهېږي چې ملاامام یا خطیب څومره تکړه او پوی دی، خُطبې یې اوږدې او که لنډې دي.
د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزیر عبدالطیف شیخ وايي، دا اپلیکېشن به د خطبو کیفیت او وخت د دقیقې او ثانیې پر اساس اندازه کوي.
ویل شوي چې د خطبې اورېدونکي لمونځ کوونکي به کولی شي چې د ملاامام خطبې ته نومرې ورکړي.
د سعودي عربستان حکومت غواړي چې په جوماتونو کې د افراطي او پاروونکو خطبو مخه ونیسي.