تاند- په سعودي عربستان کې نن /جمعه/ د لومړي ځل لپاره ښځو ته اجازه ورکړای شوه چې لوبغالي ته لاړې شي او د فوټبال مسابقه وویني.

په عکسونو او ویدوګانو کې، چې په ګڼو ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، بې شمېره ښځې لیدل کېږي چې لوبغالي ته د ننوتو لپاره کتار ولاړې دي.

مسابقه د سعودي عربستان د فوټبال د غوره لیګ د دوو کلبونو الاهلي او الباطن ترمنځ وه.

ښځو ته اجازه ورکړای شوې وه چې د کورنۍ له غړیو یا محرمانو پرته لوبغالي ته تللی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا ښځې د کورنۍ له نارینه غړیو پرته بازار ته هم تللی نه شوای.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې پنجشنبه په دمام ښار کې ښځې د سکواش د مسابقې لیدو ته لاړې شي.

دمام او جده د سعودي عربستان عصري ښارونه دي.

د سعودي عربستان ولیعهد، چې د اصلاحاتو او مدني ازادیو ملاتړی دی، د دین په نامه سختۍ د حقیقي اسلام خلاف بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *