څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
خوشحالخان خټک
کله چې د روان ۱۳۹۵ کال، د جوزا پر ۱۵- مه، په هرات ولایت کې، سلما بند پرانیستل شو نو د ودان افغانستان ګوند یوه مخکښ تیوریسن، امین دریځ پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل:
«که څوک په کرنه او اوبو وزارت کې پېژنئ، ور ته ووایئ چې سلما بند ته د کبانو هګۍ ور تویې کړي. کال، دوه وروسته به ټنونه کبان ترې نیول کیږي.»
زموږ په فیسبوکي اټموسفېر کې، چې د سپکو- سپورو خریداران په پېخر او له علمي څرګندوونو خوا ګرځي، دا یو خندوونکی پوسټ ګڼلی بویه، هغه هم د یوه روشنفکر ګوند، د یوه مخکښ تیوریسن په سطحه! هغوی چې دغسې احساس کوي، ملامت یې نه ګڼو، ځکه دوی ته تر ننه سیاست له درواغو عبارت تعریف شوی او عملاً هم، همدا ماهیت ور ته په ثبوت رسول شوی دی؛ دوی ته سیاست د ورځې مزدورې ور ښوول شوې چې سهار یې ګټه، ماښام یې څټه؛ دوی ته سیاست د ګندنې کاروبار ور پېژندل شوې چې څنګه دې سهار په رېړۍ کې واچوله نو باید تر ماځیګره یې خرڅه کړې، کنه بیا د غورځولو ده؛ په تورو اوبو لیلام ته وړاندې کیږي؛ زموږ خلکو تر اوسه د سیاست په نوم، د خپل ملت و مملکت پر سر لیلامونه تجربه کړي دي، خو دلته د سیاست یو بل ډول ننداره روانه ده؛ دلته سیاست د خپل وطن پر ناموس سودا او د خپل ولس پر سر سوداګرې نه ده؛ دلته سیاست د ګندنې دوکاندارې نه، بلکې ظریفه زرګرې ده چې هم نن مهم دی او هم تر را روانو لایتناهې زمانو پورې خپل ارزښت نه بایلي؛ پر همدې بنست، زموږ مخکښ دریځ، د خپل وطن او وطنوالو د ریښتینې ښېرازۍ او هوساینې لپاره بل ډول تیورې معرفي کوي؛ هلته چې یې په ګوند کې د «سراسري اقتصاد» تیورۍ په طرحه کولو سره لیکلي: «اقتصادي کمزورتیا د هر ډول بدمرغیو مور او پیاوړتیا یې د هر ډول پرمختګ لومړنی بنسټ دی.
ګوند تر هر څه وړاندې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا غوښتونکی دی او باور لري چې یوازې د پیاوړي اقتصاد پر بنسټ د نورو اسانتیاوو لار پرانیستل کېدای شي…. دولت به د هیوادنیو ګټو د ساتنې او ژغورنې لپاره د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا علمي لارې- چارې را منځته کوي…
د اقتصادي نوې رغاونې په بهیر کې تر هر څه لومړنۍ پاملرنه په هیواد کې د تولیدي اقتصادي بنسټو منځته راتګ و پیاوړتیا ته ور اړول کیږي….
… دټولنیزې ودې او پرمختګ په هره برخه کې افتصادي ځواک لومړنی ګام دی، د دغه ځواک د لاسته راوړو لارې- چارې او سرچینې د هرې ټولنې او هیواد په ځانګړیو شرایطو پورې اړه لري.
افغانستان هم د خپلو بېلابېلو وړتیاوو له مخې د اقتصادي ودې ځانګړي شرایط او ټاکلې سرچینې لري. ګوند له نویو علمي معیارو سره سم، له دغو شرایطو او سرچینو په سیستماتیک ډول د ګټې اخیستو غوښتنه کوي….»
ګوند د افغانستان له شرایطو او سرچینو سره سم، خپله جامع اقتصادي ستراتیژې په لاندې نهو سکټورو کې په تفصیل سره وړاندې کړې ده:
«۱- کرنیز سکټور ۲- د ژویو روزنې پروژې ۳- اینرژې ۴- ترانسپورټ ۵- ټېکنالوژې ۶- کانونه ۷- توریزم ۸- بانکونه او بودیجه ۹- سوداګري.»
ښاغلي دریځ د ګوند د اقتصادي کړنلارې، د ژویو روزنې سکټور دې برخې ته په پام سره، په سلما بند کې د کبانو هګیو اچولو علمي و ضروري وړاندیز کړی وو:
«دولت دنده لري چې د څارویو، چرګانو، شات- مچیو، کبانو، ورېښم- چینجیو او داسې نورو د روزنیزو پروژو د جوړښت ټول شرایط چمتو کړي.
دا پروژې که یو خوا د انساني خوړو سرچینې دي، بلخوا په صنعتي ډګر کې د اومو توکیو پراخې زېرمې ګڼل کیږي.»
ګوند زښت ډېر خوښ دی چې د خپلې اقتصادي ستراتیژۍ او درانه دریځ د وړړاندیز مطابق یې، د همدې کال د عقرب پر ۸- مه، داسې یو نېکمرغ زېری واورېد:
د کرنې، اوبو او مالدارۍ وزارت، ۵۰ زره د نسلي کبانو چیچیان، د اوبلنو سرچینو د بډاینې، د ماهیانو د زېږون و ډېرښت او ځواکمنو پروتیني خوړو برابرېدو په موخه، سلما بند ته ور ایله کړل.
د دغو کوشنیو کبانو پر رانیولو او لېږد باندې یونیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د یاد وزارت له انکشافې بودیجې څخه ور کول شوی دی.
وزارت ویلي چې دا کبان به په دوو کالو کې د هګۍ اچولو و زېږون وړ شي او په دې توګه به له دغه بند څخه هر کال زرګونه ټنه بې آزاره او ډېره ګټوره غوښه تر لاسه شي.
وزارت په خواشینۍ زیاته کړې چې په وروستیو کالو کې د غیر فني او بې ډوله ماهي نیولو له امله، لکه لاسې بمو، برق ور کولو او کیمیاوي موادو ور غورځولو سره، د هیواد کبان ډېر لږ شوي دي.
دا هغه اندېښنه ده چې ګوند نژدې دوې نیمې لسیزې وړاندې څرګنده کړې او هم یې د هواري لار داسې ښوولې وه:
«سره له دې چې په افغانستان کې د ژویو دودیزه روزنه روانه ده، خو د ودې او پراختیا لپاره یې په ویترنري او خوراکي برخو کې نویو پروګرامو ته اړتیا ده، ځکه هر کال د بېلابېلو ناروغیو او ولږې له لاسه زښت ډېر ژوي له منځه ځي او د شتو ژویو ډېره برخه هم نااصلاح شوې او په ټیټ څرنګوالي کې پاتې ده.»
یاد وزارت دا ژمنه هم کړې چې د هیواد په هغو سیمو کې به، چې شرایط برابر دي، د کبانو فارمونه جوړوي او په دې لړ کې به په نژدې اونیو کې په هرات، کندوز او ننګرهار کې د دغسې فارمو رغولو کار پیل کړي.
وزارت دا هیله هم ور کړې چې په هیواد کې د کبانو د ډېرښت په موخه به، د هیواد په اوبلنو سرچینو لکه، سیندو او بندو کې کوشني ماهیان ور خوشي او هم به فارمونه ایجاد کړي.
د وزارت د شمېرنې له مخې، د دغو پروګرامو په پلي کولو سره به، په را روانو څو کالو کې تر ۱۰- میلیونو پورې د سړو و تودو اوبو کوشنیو کبانو نسل واخیستل شي.
و.ا.ګ تل ټینګار کړی چې سیاسي واک ته یوازې و یوازې، د تاکتیکي ارزښت په سترګه ګوري نه د ستراتیژیک؛ او هر کله که یې کړنلار د اپوزیسیوني مبارزې په ترڅ کې، د دولت له خوا عملي کیږي نو هیڅکله ور ته سیاسی واک نیول مهم نه دي؛ دلته ګوند تل د افغان دولت د زراعت وزارت د پرمختیایې پروژو ملاتړ او ستاینه د اعلامیو او لیکنو په بڼه کړې او په سلما بند کې چې یې زموږ ګوندي وړاندیز پلی کړ نو یو وار بیا ور سره خپل حمایت، په داسې توګه نوی کوو، لکه دا چې د ودان افغانستان ګوند خپل وزارت وي او زموږ فکري مخکښ یې بیا هم پر خپله فیسبوکپاڼه داسې مننه وکړه:
«زما یوه غوښتنه کټمټ پر ځای شوه، وا مې ورېدل چې سلما بند ته یې د کبانو هګۍ ور تویې کړې. هر چا چې دا کار کړی، شریفانه کار یې کړی؛ مننه یې کوم.»
او غونډ ګوند یې مننه کوي.
په افغانستان کې د سراسري تولیدي اقتصاد غوړېدا په هیله!
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۴۹ تمه / پرلپسي ۱۰۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۱۲/ ۱۳۹۵