څو ورځې مخکې مې د پیوند په نوم د ښځو یوې شبکې په کنفرانس کې برخه واخیسته چې د کابل په ګډون د هېواد په څلورو نورو ولایتونو کې یې له ښځینه بندیانو سره مرکې او کیسې کړي دي.
کابل ، کندهار ،بلخ ، هرات او هلمند هغه ولایتونه دي چې په بند خونو کې یې د ښځینه بندیانو ژوند له بلا کړاوونو سره تیریږي چې ان کلونه کلونه کېږي دوسیې یې د محکمې د مېزونو په رواقونو کې زړې شوې دي.
د جزایي قانون په (۷) ماده کې راغلي دي چې تورن یا مظنون شخص حق لري د خپلې قضیې له جزییاتو مالومات ولري او د خپل توقیف په علت پوه شي.
د همدې مادې په بله برخه کې داسې راغلي چې تورن شخص نه باید د مدافع وکیل د نیولو له حق څخه اطلاع ورکړل شي، مګر په دې شرط چې هغوی نه غواړي وکیل ونیسي ، باک نه لري).
په دې تړاو ښځینه بندیانو له ډلې ۶۸ سلنه ویلي،چې د خپلو حقونو په اړه هېڅ معلومات نه وو ورکړل شوي او نه هم چا ورته ویلي دي چې هغوی کولای شي هغه مدافع وکیل ته چې د دولت له لوري ټاکل کېږي لاس رسی ولري غلي پاتې شي، خو له دې ډلې ۲۳ سلنه ښځینه بندیانو مرکې ښي چې د ښځو ریاستونو څخه یې څه ناڅه مالومات تر لاسه کړي دي.
د مدافع وکیلانو کمښت یو بله هغه ستونزه ده چې پیوند شبکې په کې پراخه څېړنه کړې خو مالومات یې ښي چې زیاتره ښځې مدافع وکیلانې نه لري.
دوی دلیل دا وړاندې کړی چې دولتي وکیلان کم معاش لري نو په دې توګه په بشپړه توګه لاس رسی نه کېږي له دې څخه چې زیاتره مدافع وکیلان نارینه دي د فرهنګي او عقیدوي اړخه ښځینه بندیانو ښه نه ده ګڼلې چې دوی سره خپلې قضې شریکې کړي.
۴۰ سلنه ښځو ویلي، چې د حکومت له لوري دوی ته مدافع وکیلانو سره یې یوازې یوځل لیدلي خو بیا ورسره ملاقات نه دی شوی.
په محبسونو کې د ښځو پوهاوی
له ښځینه بندیانو سره د پیوند شبکې د مرکو په لړ کې یوازې ۱۷ سلنه مرکه کوونکو ویلي دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون له مخنیوي څخه پوهاوی درلود او پاتې هېڅوک نه پوهېدل چې ایا په زندان کې د ښځو د ستونزو د حلولو لپاره کوم قانون شته او کنه؟
۳۳ سلنه د ښځو د جزایي سیستم له اړوندو قوانینو پوهاوی درلود.
د تېري کوونکو ښځو په منځ کې د جرمونو رقم
افغانستان د قانون په پلي کېدو کې سختو ننګونو سره مخ ده او په دې برخه کې حکومت او نړیوالو ته په کارده چې د قوانینو په طبیق کې بنسټیز ګامونه پورته کړي.
په دې لړ کې ۵۳ تنو سره چې په دې سروې کې مرکې شوي ۱۷ تنه یې د قتل یا د خپلې کورنۍ د غړو د وژنې په تور په زندان کې بندیانې دي.
دوی یا خپل خاوند وژلی ، یا یې خپله انګور او یا یې هم د دویمې ښځې د وژنې په پار زندان کې پرتې دي.
له دې سره هم مهاله په دویم قدم کې د ښځو په منځ کې زنا لوی جرم ده داسې چې له واده ناخوښي او یا هم تحمیلي واده کولو فرهنګ دی . له زیاتره ښځو سره چې مرکې شوې وې څرګنده کړې چې له خپلو کورنیو څخه یې د طلاق غوښتنه کړې ده ، مګر رد ځواب یې تر لاسه کړی.
دوی ځکه اړ شوي چې له کوره تېښته وکړي او په زندانونو کې تر کلونو پاتې شي.
له کور څخه تښتېدل د ښځو په منځ کې یو بل جرم بلل کېږي چې اوس مهال په بند خونو کې ډیری ښځې په همدې تور زنداني دي.
دوی د مینتوب له امله له کوره تښتېدلي چې کورنۍ یې د بل کس سره چې دوی نه وه خوښ واده ته اړ کړي دي .
د افغانستان د جزایي قانون د ۴۳۵ مادې پر بنسټ هره ۱۶ کلنه پېغله چې خپل کور له چاسره د واده په نیت پریږدي مجرمه نه ګڼل کېږي).
اوس هغو ښځو چې د واده په نیت یې خپل کور پریښی او له خپلو مینانو سره تښتېدلي دي کلونه کېږي چې په زندان کې ناوړه ژوند کوي .
د دې بنسټ وروستۍ موندنې چې د ښځو د جرم او وضیعت ښي.
د قتل پېښې ۳۱،۶۷ سلنه
له کور څخه د تېښتې پېښې ۲۳،۳۲
د زنا پېښې ۲۰ سلنه
د کور د ننه د تاوتریخوالي پېښې ۱۱،۶۷
د سړي تښتونې پېښې ۶،۶۷
د نشه یي توکو د قاچاق پېښې ۶،۶۷
د افغانانو د پیوستون د ټولنې په باور د کندهار، هلمند ، بلخ او هرات په پرتله د کابل بادام باغ ښځینه بندخونه کې له ښځو سره د پولیسو چلند ډېر خراب پرمخ ځي او هغه ښځینه باشي چې په نورو ګمارل شوي ښځې د شپې له خوا بهر ته لېږدوي چې په وینا وروسته پلورل کېږي.
دې بنسټ د امن کورونه هم بې امنه بللي چې سیمه ییز قومندنان د شپې پرمهال ښځو سره عیش کوي چې ان په زندانونو کې واړه ماشومان هم پرته له دې چې پلار یې مالوم ښه پرېمانه دي او دغلته د ماشومانو پر وړاندې هم ډېرې ننګونې شته.
د اسلام له نظره فکر کوم د ښځو بندي کول په داسې یوه ټولنه کې چې اخلاقي فساد په کې اوج ته رسېدلی سم کار نه وي.
په اسلامي قانون کې د هرچا حق او د هر جرم لپاره سزا شته خو له بده مرغه چې حکومت د نورو په لاس جوړ شوي فرعي قوانین کار وي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو چارو وزارت باید په دې برخه کې له جدیت کار واخلي او که چېرته دغه موندنې سمې وي باید عدالت ته رجوع وکړي او یوځل زندانونو ته سر ورښکاره کړي چې د ښځو سره کوم ډول چلند روان دی.
افغانستان یوه اسلامي او دودیزه ټولنه ده ښه به وي ټولو ته د اسلام تر قانون لاندې سزاوې چې خپله قران او حدیثو کې راغلي پلي شي.
په همدې هیله.