تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او صدراعظم بن علي یلدرم د نننۍ /یکشنبې/ د ټولپوښتنې د پایلو مبارکي وویله.

د راپورونو له مخې، اکثریت ترکانو د ولسمشر رجب طیب اردوغان له غوښتنې سره سم په ریاستي د اوسني صدارتي سیستم بدلېدو ته رایه ورکړې ده.

تر دې دمه شمېرل شوې رایې

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، تقریباً ټولې رایې شمېرل شوي او په سلو کې ۵۱ ترکانو په اساسي قانون کې بدلون ته رایې ورکړي دي.

ډېرو لوېدیځو هیوادونو د ترکیې د ولسمشر له لوري د دغه هیواد په سیاسي نظام کې د ټولپوښتنې مخالفت کاوه اوویل یې چې له دې سره به په ترکیه کې واک د یوه کس په لاس کې متمرکز شي.

د دې مسلې پر سر د ترکیې او یو شمېر اروپايي هیوادونو اړیکې خورا ترینګلې شوې.

د وروستي راپور له مخې تراوسه پوري په سلو کې ۹۹ رایې شمېرل شوي دي.

د ترکیې ټولپوښتنه د ډېرو افغانانو لپاره په دې خاطر د پام وړ ده چې په افغانستان کې هڅه کېږي چې صدارتي سیستم واکمن شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *