تاند- د مهاجرت نړیوالې ادارې او د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت نن /یکشنبه/ د کډوالۍ نړیواله ورځ په جلال اباد کې ولمانځله.

دا ورځ سږ کال د دې لپاره په ننګرهار کې ولمانځل شوه چې په سلو کې ۶۰ بېرته راستانه شوي کډوال په ننګرهار ولایت کې دېره شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ووزارت د شمېرو په پر اساس سږ کال تر یو ملیون زیات افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا پاکستان څخه بېرته راغلي دي.

د دې وزارت په وینا په ننګرهار کې د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره دوې مېنې په پام کې نیول شوي دي.

د یوې مېنې کار پیل شوی او نژدې ۳۰ زره کورنۍ به پکې ځای پر ځای شي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې یا آی او ایم مطبوعاتي مسوول نصیر احمد حیدرزي نن په جلال اباد کې د مهاجرت د نړیوالې ورځ په مناسبت غونډې ته وویل، له ګاونډیو هیوادونو څخه سږ کال څه باندې یو ملیون افغان کډوال افغانستان ته بېرته راغلي او د هغوی په منځ کې ۶ لکه ۶۰ زره ناراجستر شوي کډوال دي.

د مهاجرت ادارې له ټولو راستنو شویو کډوالو سره د خوراکي موادو او یوه اندازه پیسو مرسته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *