تاند- په بریتانیا کې د یوې تازه نظرپوښتنې پراساس تقریباً په هرو ۳ بریتانیاوالو کې ۲ باور لري چې افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو پرېکړه ناسمه وه.
دا نظرپوښتنه (YouGov) نظرپوښتونکې ادارې د بریتانیا ۵ تلویزیوني چاینل ته کړې ده.
افغانستان ته د پوځیانو د استولو په اړه په امریکا کې ډېرې نظرپوښتنې شوي خو په بریتانیا کې دا لومړنۍ د پام وړ نظرپوښتنه ده چې په دې اړه کېږي.
په امریکا کې د جنورۍ د پنځلسمې او نولسمې ترمنځ د نظرپوښتنې له مخې، چې پایلې یې تېره میاشت خپرې شوې، په سلو کې ۵۲ امریکایانو ویلي و چې امریکا په عراق او افغانستان کې خپلو هدفونو ته په رسېدو کې پاتېژ راغلې ده. (تفصیل)
د نظرپوښتنې په پایله کې دغه راز ویل شوي چې په سلو کې ۵۹ پوښتل شوي کسان باوري دي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزېده چې بریتانیايي پوځیان پکې ځانونه ښکېل کړي.
روانه اوونۍ بریتانیايي پوځیان د هلمند د لشکرګاه د اډې په شمول له ټولو اډو ووتل او اوس یوازې په دوو اډو کې مېشت دي. دا دوې اډې باسټین کمپ او سترګه ۲ دي چې د سږ کال ترپایه پوري به یې تخلیه کړي او له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې هیڅ محارب یا جنګي بریتانیايي پوځي نه وي.
په نظر پوښتنه کې دا پوښتنې شوي:
څه فکرکوئ چې بریتانیا سم که ناسم کار وکړ چې افغانستان ته یې پوځیان ولېږل؟
۱۹٪ سم
۶۳٪ ناسم
۱۸٪ نه پوهېږم
فکر کوئ چې افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو لپاره د بریتانیا د حکومت پر دلایلو سم پوهېږئ؟
۱۵٪ هو، په دې سم خبر یم چې د بریتانیا حکومت ولې افغانستان ته پوځیان ولېږل.
۴۳٪ تر یوه حده پوهېږم چې ولي یې ځواکونه افغانستان ته واستول.
۲۴٪ نه، نپوهېږم چې بریتانیا ولي افغانستان ته پوځیان ولېږل.
۱۲٪ بیخي نه پوهېږم چې افغانستان ته بریتانیايي پوځیان د څه لپاره لېږل شوي دي.
۵٪ په دې موضوع مې له سره غور نه دی کړی.
په پیل کې افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو هدف ارزښت درلود؟
۲۱٪ هو
۵۹٪ یه
۲۰٪ نه پوهېږم.