د افغانستان د جګړې مخالف امریکایان

تاند- په امریکا کې له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم امریکایان تر بل هر وخت د افغانستان د جګړې سره زیات مخالف دي.

اکثرو امریکایانو ویلي چې د افغانستان جګړې د دوی له اوږدمهال امنیت سره مرسته نه ده کړې.

د اې بي سي نیوز او واشنګټن پوسټ له لوري له دې ګډې نظرپوښتنې سره سم، چې پایلې یې د جمعې په ورځ / جولای ۲۶/ څرګندې شوې، په درو کې دوې برخې امریکایان په دې باور دي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزي چې امریکایان پکې وجنګېږي یا ځانونه د هغې لپاره ووژني.

په نظرپوښتنه کې له خلکو پوښتل شوي دي چې د افغانستان جګړه، د هغې لګښتونو ته په پام سره په دې ارزي چې امریکایان د هغې لپاره وجنګېږي؟

په سلو کې ۶۷ تنو منفي ځواب ویلی.

اې بي سي تلویزیون وايي چې دې ته ورته نظرپوښتنه یې په ۲۰۰۷ م کال کې هم کړې وه.

د دغه تلویزیون د راپور له مخې د ۲۰۰۷ کال له اپریل څخه د لومړي ځل لپاره د عراق تر جګړې هم د افغانستان له جګړې سره زیاتو خلکو مخالفت ښودلی دی.

په ۲۰۰۷ کال په سلو کې ۶۶ پوښتل شویو امریکایانو د عراق له جګړې سره مخافت کړی و خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له جګړې سره د عراق تر جګړې هم ډېر امریکایان مخالت کوي.

په وروستۍ نظرپوښتنه کې اکثرو پوښتل شویو امریکایانو ویلي چې د افغانستان جګړې د امریکایانو له امنیت سره هیڅ راز مرسته نه ده کړې.

امریکا خپلو خلکو ته وايي چې په افغانستان کې د دې لپاره جنګېږي چې په خپله خاوره کې د القاعده د حملو مخه ونیسي او جګړه د امریکا له خاورې لېرې وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *