تاند- په جرمني کې یوه تازه سروې یا نظرپوښتنه ښيي چې اکثره جرمنیان له خپل هیواده افغانستانه ته د افغان پناه غوښتونکو د استولو ملاتړ کوي.

د جرمني په څو ښارونو کې د شنبې په ورځ نسبتاً لویې مظاهرې وشوې او د افغانانو د بېرته استولو پر ضد اعتراض پکې څرګند شو.

د پناه غوښتونکو د ملاتړو ټولنو له دغو مظاهرو جلا د جرمني د یوې مشهورې مجلې (فوکس انلاین) لپاره په یوه نظرپوښتنه کې، چې امیند (Emnid) څېړنیز انستیتیوت کړې، په سلو کې ۷۴ پوښتل شویو جرمنیانو ویلي چې هغه پناه غوښتونکي دې بېرته خپل هیواد ته ولېږل شي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

همدومره نورو ویلي چې هغه افغان مهاجر دې هم بېرته افغانستان ته واستول شي چې په جرمني کې یې جرم کړی وي.

د دې نظرپوښتنې په لړ کې، چې د فبرورۍ په اوومه او اتمه شوې، له ۱۰۰۴ تنو څخه د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه پوښتنې شوي دي.

نظرپوښتونکو ویلي چې د افغانانو د بېرته ستنولو غوښتنه تر ډېره د جرمني د متبادل ګوند (afd) پلویانو کړې چې په مجموع کې د ټولو مهاجرو مخالف دي.

د جرمني حکومت ویلي چې شاوخوا ۱۲ زره هغه افغانان بېرته خپل هیواد ته لېږي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه منل شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *