تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، پر هغو ۸۴۰۰ سرتېرو سربېره، چې په افغانستان کې یې د پاتې کېدو اعلان ولسمشر بارک اوباما تېره اوونۍ وکړ، په سلګونو نور امریکايي پوځیان به له افغانستانه دباندې په سیمه کې ځای پر ځای شي خو چمتو به وي چې د ضرورت په وخت د جګړې سیمې ته فوراً ولېږل شي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس نن /چهارشنبه/ په دې اړه په راپور کې وویل چې له افغانستانه دباندې د سلګونو پوځیانو موجودیت په مجموع کې د ځواکونو د حقیقي شمېر د کمولو په اړه پوښتنې راپورته کوي ځکه چې په سلګونو سرتېري به وي چې هر وخت سمدستي افغانستان او د جګړې سیمې ته لېږل کېدای شي.
د امریکا د پوځ قوماندان جنرال جان نیکلسن په بګرام کې خبریالانو ته وویل، نژدې ۴۰۰ پوځیان به، چې له افغانستانه دباندې استول شوي، د ناټو د سلامشورې او ملاتړ له ماموریت سره د امریکا د ژمنې برخه وي.
نیکلسن د امریکا له دفاع وزیر اشتن کارتر سره په یوه خبري غونډه کې د سې شنبې په ورځ وویل«زه په دې کې ارام احساسوم چې دوی چیري دي او موږ یې د اړتیا په وخت د ملاتړ لپاره بېرته راغوښتلی شو. له دې سره ما ته هغه ټول امکانات په لاس راځي چې د ماموریت د بشپړولو لپاره پکار دي.»
د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان ونه ویل چې دا امریکايي پوځیان به چیري دېره وي.
ده خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې به یې نژدې ۳ زره پوځیان د سلاکارانو دنده پرمخ بیايي، شاوخوا ۲۱۵۰ نور به په تروریستي ضد عملیاتو کې برخه اخلي او ۳۳۰۰ نور به حمایوي رول په غاړه لري.
ده په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته په جګړه کې د ګډون اجازې ته په اشارې وویل، د اوباما له لوري په دې برخه کې د صلاحیت له ورکولو وروسته به د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد هره ورځ هوايي بریدونه او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.