تاند- سره له دې چې د پاکستان پوځ د دغه هیواد د صدراعظم فوري امر فوراً اجرا نه کړ خو نن په سلګونو په تجارتي مال بار لارۍ د ډیورند کرښې له پورې غاړې په تورخم راواوښتې.
دا په څه باندې یوه میاشت کې لومړی ځل دی چې پاکستان نقلیه وسیلو ته اجازه ورکوي چې په دې کرښه تګ راتګ وکړي.
په تورخم کې یوه پاکستاني مامور فیاض خان وویل چې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف امر د دوشنبې په ورځ ناوخته ورورسېد ځکه یې دا لاره نن /سې شنبه/ سهار اووه بجې پرانیسته.
د لارې له پرانیستل کېدو سره سم د کانتینرونو او لارو دوه کیلومتره اوږد کتار، چې د تورخم دواړو خواوو ته تر یوې میاشتې زیات وخت ولاړ و، په حرکت راغی.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال وايي چې د لارو بندېدا نه د پاکستان او نه د افغانستان په ګټه وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي وویل، پاکستان فکر کاوه چې که لارې بندې کړي نو افغانستان به له سترو مشکلاتو سره مخامخ شي، خو افغانستان یې چندان اغېزمن نه کړ ځکه چې افغانستان د پخوا په شان پر پاکستان متکي نه دی.
د پاکستان له لوري د لارو یبندېدو پر دغه هیواد د پانګوالو او سوداګرو باور نور هم لږ کړ او ګومان کېږي چې اکثره افغان سوداګر به له دې وروسته پر نورو لارو خپله اتکا نوره هم زیاته کړي ځکه چې پاکستان ممکن بیا هم لارې بندې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د پاکستان له لوري د سپین بولدک او تورخم د لارو د بندېدو له کبله افغانستان (په ځانګړي ډول افغان سوداګرو) ۱۰۰ ملیون ډالره تاوان کړی دی.
د افغان سوداګرو په وینا پاکستان د افغان سوداګرو پر هر کانتینر د ورځې ۵۰ ډالره محصول اخیست او دا په داسي حال کې ده چې تر نن پوري د ډیورنډ کرښې پوري خوا ته ۶ زره کانتینرونه ولاړ ول.