سمنګانو کې د عالې لیسي، علمی څیړنیز مرکزونو او روغتیایی کارکونکو لپاره د استوګنځاې د جوړولو چارې بشپړي شوي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د سمنګانو په ولایت کې د یوې عالې لیسي، د دوه علمی څیړنیز مرکزونه او د روغتیايي کلینک د کارکونکو لپاره د یو استوګنځاې ودانیز کارونه بشپړ او ګټی اخستنې ته يي وسپارل.
دغه څلور پروژي چی ودانیز چارې يي د سویډن کمیټې د انجنیرئ د څانګي لخوا بشپړي شوي د سمنګانو د ولایت د کوزی صوف دری دیهی کلی سلګونو زده کونکو او یو زیات شمیر ځايي خلکو ته ګټه ورسوي. د عالې لیسي او د روغتیايي کارکونکو لپاره استوګنځاې د سویډن د نړیوالې پرمختیایی اداری یا سیډا او د علمی څیړنیز مرکزونه د فنلینډ د دولت لخوا تمویل شوی دي.
د هلکانو لپاره د دیهی عالې لیسه اته ټولګی، دوه اداری خوني او دوه لابراتوارونه لري او د څلورو میاشتو ودانیز کارونه بشپړ شو. په موده کې د افغانیو په لګښت ۹۶۰۰۰۰۰
همداراز په همدی لیسه کې د۳۳۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت د یو علمی څیړنیز مرکز چی یو لابراتوار او د کمپیوټر خونه په شمول د غونډو تالار لرې د دری میاشتو په موده کې ودانیز کارونه بشپړ شو.
همداراز په مرکزی عالې لیسه کې یو بل علمی څیړنیز مرکز چی د غونډو لپاره یو تالار، لابراتوار او د کمپیوټر خونه لري هم د دری میاشتو په موده کې د ۳۳۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
په عین حال کې د سویډن کمیټې د انجینرئ څانګی په همدی سیمه کې د روغتیايي کلینک د کارکونکو د استوګنې د ستونزی د حل لپاره یو استوګنځاې جوړ کړ. دا استوګنځاې چی د نارینه او ښځینه کارکونکو لپاره جلا خوني، پخلنځې او ټول اړین اسانتیاوي لري۲۰۰۰۰۰۰ د افغانیو په لګښت بشپړ شو.