تاند- په سمنګان ولایت کې د سکرو د کان د نړېدو له کیله لږترلږه ۱۵ کان کیندونکي مړه شوي دي.

د سمنګان والي خیرالله انوش وویل چې په دې پېښه کې، چې نن سهار/چهارشنبه/ په دره صوف ولسوالۍ کې وشوه، دوه نور کان کیندونکي بې درکه شوي دي.

انوش وویل چې په دره صوف ولسوالۍ کې د سکرو ۲ زره کانونه شته او په قانوني ډول سکاره ورڅخه استخراجېږي ځکه چې حکومت ته مالیه ورکوي.

خو له کانونو څخه عموماً په غیر فني ډول سکاره ایستل کېږي له همدې کبله ډېر ځلي د کانونو سمڅې نړېږي او کارګر پکې ګیر پاتې کېږي.

د سمنګان والي وویل چې حکومت هڅه کړې چې په ځینو کانونو کې د دې لپاره د سکرو کیندل ودروي چې د استخراج شیوه یې خوندي نه ده او یا دا کانونه خطرناک دي.

تر دې پخوا د تېر میلادي کال په وروستیو کې /دسمبر/ د سمنګان په ابخوزک سیمه کې په لسګونو کان کیندونکي د سکرو د کان د نړېدو له کبله مړه شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *