تاند- د سمنګان د والي ویندوی وايي چې دا پېښه په بغلان نه بلکې د سمنګان په روی دوآب ولسوالۍ کې شوې ده.
د سمنګان د والي ویندوی محمد صدیق عزیزي وویل، له لومړیو راپورونو سره سم د سکرو د کان د یوې سمڅې له نړېدو وروسته لږترلږه ۴۰ تنه کارګر بې درکه شوي دي.
د ده په وینا له نورو ولسوالیو د پېښې ځای ته ژغورونکي رسېدلي او دا وخت هڅه کوي چې بې درکه شوي کسان ومومي.
د ښاغلي عزیزي په وینا اته تنه ټپیان له خاورو او سکرو راایستل شوي دي.
ده په دې اړه چې څومره امکان شته چې بې درکه شوي کسان به ژوندي وموندل شي، وویل: مشکله ده چې په دې اړه څه ووايي خو ژغورونکي هڅه کوي چې ژر تر ژره په سمڅه کې راګیر کسان وژغوري.