تاند- د سمنګان د ولایتي شورا یو غړی ادعا کوي چې وسله وال طالبان په دې ولایت کې د ولسي جرګې لږترلږه د دوو کاندیدانو ملاتړ کوي.

محمد عوض بېګ اوغلي وايي، په ځینو دلایلو نه غواړي چې د دغو کاندیدانو نومونه واخلي.

تراوسه پورې د افغانستان په کومه بله سیمه کې داسې راپور نه دی ورکړای شوی چې طالبان دې د کوم نوماند ملاتړ وکړي.

د سمنګان د ولایتي شورا غړي ښاغلي بېګ اوغلي وویل، ټول کاندیدان بې پرې (مستقل) نه دي، هر یو د یوه نه یوه ګوند او یا حکومت له ملاتړه برخمن دی.

ټاکل شوې ده چې ۱۴ ورځې وروسته د میزان په ۲۸ مه د ولسي جرګې انتخاباتو ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې سبا /شنبه/ به د بایو میتریک ټول ماشینونه وروسپارل شي.

تراوسه دې کمیسیون ته ۱۷۶۰۰ ماشینونه سپارل شوي دي.

له غزني پرته په ټولو ۳۳ ولایتونو کې انتخابات ترسره کېږي خو تر ټولو لږ رای ورکوونکي په اروزګان او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د هر ولایت د کاندیدانو لیست  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *