د سمنګان د پولیسو د امنیت امر حاجي خواني

تاند- د وسله والو طالبانو په یوه غلچکۍ حمله کې د سمنګان د پولیسو د امر په ګډون په لسګونو پولیس وژل شوي دي.

د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي وايي، د سمنګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر حاجي خواني له ۳۰ پولیسو سره تېره شپه کوز دره صوف ولسوالي ته روان و چې د دولت د وسله والو مخالفانو له حملې سره مخامخ شو.

ده وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړې څو ساعته دوام وکړ چې په نتیجه کې یې حاجي خواني او یو شمېر پولیس ووژل شول.

د سمنګان والي د وژل شویو پولیسو دقیق شمېر ونه ښود خو په سمنګان کې نور خبرځایونه وايي چې د طالبانو په حمله کې ۳۰ پولیس وژل شوي دي.

په ځینو راپورونو کې ادعا شوې چې له خواني سره ۴۰ پولیس وژل شوي دي.
د سمنګان والي وايي خواني له نورو پولیسو سره د دې لپاره کوز دره صوف ولسوالي ته روان و چې د دې ولسوالي د امنیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

له بلې خوا د سمنګان په ګاونډي کندوز ولایت کې امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې لږترلږه ۱۲ وسله وال طالبان وژلي او دوه رینجر موټرونه یې، چې دې ډلې پخوا له پولیسو نیولي و، ویجاړ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *