تاند- په تایلنډ کې بالاخره د فوټبال هغه لوبډله، چې ۱۸ ورځې پخوا په سمڅو کې بې درکه شوي وه، د سې شنبې په ورځ وژغورل شوه.

د تایلنډ سمندري ځواک، چې د دغو زلمکیو د ژغورنې په عملیاتو کې یې کلیدي او اساسي رول درلود، وايي چې په وروستۍ پېره کې یې د فوټبال څلور لوبغاړي او د هغوی ۲۵ کلن روزونکی له سمڅې راوایستل.

پر له پسې او سختو بارانونو د دوی د ژغورنې عملیات ټکني کړي وو.

په سمڅه کې د بندو شویو زلمکو عمرونه د ۱۱ او ۱۷ کلونو ترمنځ وو.

د دوی څرک تېره اوونۍ په داسې حال کې ولګېد چې د بې درکۍ یې ۹ ورځې تېرې شوې وې.

خو بارانونو د سمڅې ځینې برخې له اوبو ډکې کړې او ژغورونکو ته لاره نه وه چې د سمڅې هغې برخې ته ځان ورسوي چې زلمکو پکې پناه اخیستې وه.

ژغورل شوي کسان په روغتون کې بستر شوي او ښايي یوه اوونۍ په روغتون کې پاتې شي ځکه چې په سمڅه کې کافي خوراک او اکسیجن نه ورسېده.

د دوی د خلاصون په عملیاتو کې ۹۰ مسلکي لامبوزنو، چې ۴۰ یې تایلندیان او ۵۰ بهرنیان ول، برخه لرله.

ژغورونکو د سمڅې له هغو برخو، چې اوبو بیخي بندې کړې وې، د تېرېدو لپاره د سمڅې پر دېوالونو مېږوي وټکوهل او سیم یې پکې تېر کړ چې په وسیله یې هم دوی ځانونه لوبغاړو ته ورسوي او هم لوبغاړي له همدې طریقه وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *