تاند- پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې په سند ایالت کې د ګوزڼ یا پولیو ۱۷ قضیې ثبت شوي چې د هغو په منځ کې ۱۶ پښتانه دي.

د سخت دریځو له لوري د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد له واکسیناسیون سره د مخالفت له کبله په پاکستان کې په پولیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی او افغانستان یې هم اغېزمن کړی دی.

په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي چې د سږ کال تر پایه به په دغه هیواد کې د ګوزڼ د قضیو شمېر تر ۲۵۰ واوړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې له قبایلي سیمو نورو برخو ته د خلکو تګ راتګ سبب کېږي چې د پولیو ویروس تیت شي.

د نړیوالې روغتیايي ادارې د چارواکو په وینا د اکتوبر تر لومړۍ پوري په پاکستان کې د ګوزڼ ۱۸۸ قضیې ثبت شوي دي.

د دغو کسانو په منځ کې ۱۳۲ تنه په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي او ۳۳ نور په قبایلي سیمو کې ثبت شوي دي. دغه راز ۴ قضیې په بلوچستان او پنجاب کې پېژندل شوي دي. خو په سند ایالت کې په ګوزڼ د ۱۷ تنو د اخته کېدا قضیې د اکتوبر له لومړۍ راوروسته ثبت شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *