تاند- د سند ایالت د پولیسو عمومي قوماندان اعلان وکړ چې په ټول ایالت کې یې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
د ډان نیوز تلویزیون د راپور له مخې، د سند پولیسو عمومي قوماندان الله دینو خواجه نن /سې شنبه/ په کراچۍ ښار کې خبریالانو ته وویل، په سند ایالت کې د امنیتي خطرونو په خاطر پولیس د افغان مهاجرو خلاف عملیات پیلوي او ټول غیر قانوني کډوال نیسي.
ده همداراز وویل چې دا عملیات به د سند د مرکز کراچۍ ښار په شمول په ټول ایالت کې وي.
خواجه وویل چې پولیسو ته یې امر کړی چې د ورځې لږترلږه ۳ ساعته د افغانانو د موندلو لپاره ګزمه وکړي.
په سند کې پر افغان کډوالو فشار وروسته له دې ډېر شو چې د دغه ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې انتحاري برید وشو.
راپورونه وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې د سند پولیسو په سلګونو افغانان نیولي، یو شمېر یې افغانستان ته لېږلي او یو شمېر نور یې محبسونو ته اچولي دي.
په پنجاب کې هم د لاهور له انتحاري حملې وروسته نه یوازې د مهاجرو بلکې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د پښتنو خلاف هم د پولیسو ځورونې پیل شوي دي.
Salamooona
Dagha de fakistan awal zal na da che afghanano sara de yahoodyano pa ser barkhord kawe choon de fakistan de isi la wajee hara wraz pa salhawoo shaji mashooman aw speengeri la minza zee niwal kho yee dera kama saza da kho pa haqiqat ke zamoong afghanano pa allah aqeeda zayefa shawee da fikar kawe ka Afghanistan ta stana she shaid de lwagi mra she kho zama pa nazar che noor stana she abro aw ezat ba yee hefz she gani shaid de hamdagha afghanano na dera bada gata wakhli Allah de faseed kadwaloo wazir ke lag sharam paida kri ter so dagha jang zapalo kadwaloo ta lazim moqighi mosayedi kri hamdaranga zakhilwal bayad jedi eqdam wakri che de moshkelatoo makha wanise.allah de nor afghanan pa etifaq kri.