د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
ددولت وسله والو مخالفینو له تیروڅلورو ورځو راپه دې خوا په یو شمیر سیموکې دافغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي دي او هڅه کوي چې دیادو سیمو په نیولو سره ددې ولایت دشمالي ولسوالیو سر بیره دکندهار او زوګان ولایتونو ته خپلې لاري خلاصي کړي.
دوسله والو دبریدونو په وړاندي دافغان امنیتي ځواکونو لخوا ګډ پراخ چانیز عملیات پیل شوي دي چې تر ډې مهال مخالفینو ته درانه تلفات اوښتي دي او افغان امنیتي ځواکونه مخ په وړاندي روان دي.
دهلمند والي الحاج محمد نعیم په سیمه کې دافغان امنیتي ځواکونو له همغږۍ څخه لیدونه وکړه او ډاډ يې وکړ چې ډیر ژر به دسنګین سر بیره په ګاونډویو ولسوالیو کې هم ددولت دوسله والو مخالفینو پټنځآیونه په نښه کړي او امنیتي ساحه به پراخه شي.
په دغه جګړه کې لس ملکي وګړي هم دوسله والو طالبانو په ډزو وژل شوي دي چې پنځه پکې ښځینه دي.