تاند- د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیسو پنځه تنه د یوې شپږ کلنې نجلۍ په ودولو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

د پولیسو یوه افسر داوود خان وویل، د سوات د باخېلې د کلي دوې کورنۍ  پر یوه شپاړس کلن هلک د شپږ کلنې نجلۍ په ودولو کې لاس لري.

ده وویل، پولیسو پر کلي چاپه ووهله او د زوم، د هغه د پلار او د واده د مراسمو د ترتیبوونکي په شمول یې پنځه تنه ونیول.

دوه نور نیول شوي کسان د ونکاح شاهدان دي.

داوود خان وویل چې پولیس اوس د نجلۍ په پلار پسې ګرځي چې له سیمې څخه تښتېدلی دی.

نجلۍ د کلي مشرانو ته سپارل شوې. پولیس وايي مخکې تر دې چې دوسیه سیمه ییزې محکمې ته وړاندې کړي د قضیې په اړه نوره څېړنه کوي.

One thought on “په سوات کې د ۶ کلنۍ نجلۍ د ودولو په تور ۵ تنه ونیول شول”
  1. د ماشومانو ودول خو لویه ګناه ده چی د دی کار مخنیوی باید د قوانینو په تصویب او پراخ تبلیغاتی کار او دخلکو په پوهولو سره وشی. اما زمونږ په پښتنو کی تر دی ډیر نور کارونه د اسلام او بشریت خلاف صورت نیسی چی مخه یی باید ونیول شی . مثلا د نجونو ورکول په بدو کی یا د نجونو بدلول چی بیا وروسته د دو نازنینو کورنیو ژوند تل په غمونو لړلی وی. د ډیر زیات ولور غوښتل او د واده په مراسمو کی بیځایه لګښتونه ټول د کورنیو په اوږو دروند بار دی چی پدی هکله قومی جرګی او قوانین کولای شی له ځوانانو سره مرسته وکړی تر څو په راتلونکی کی هوسا او خوشحاله ژوند ولری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *