تاند- کله چې لس میاشتې پخوا پاکستاني طالبانو ملالۍ یوسفزۍ د توپک په مرمۍ  باندې په سر وویشته، د دوی مقصد دا و چې خلکو ته ووایي چې نجونې د تعلیم حق او د روښانه ژوند لرلو حق نه لري خو کله چې ملالۍ یوسفزۍ د تېرې جمعې په ورځ د خپلې زوکړې د شپاړلسمې کالیزې په مناسبت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې وینا اوروله، د دې په پلارني وطن کې، په سوات کې ، تر بل هر وخت ډېرې نجونې مکتبونو ته روانې وې.

 په سوات کې د معارف د ادارې یوه چارواکې دلشاد بي بي فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې د تېر کال په دولس میاشتنۍ دوره کې په سوات کې شپږنوي زره او پنځه سوه نجونې په ابتدایه ښوونځیو کې شاملې شوې وې خو سږ کال دا شمېر یو په دوه شو او یوازې په لومړیو شپږو میاشتو کې یو لک او دوه زره او درې سوه نجونې په ابتدایه ښوونځيو کې شاملې شوې.

 په سوات کې د معارف کارکوونکي وایي چې اوس ځکه ډېرې نجونې مکتبونو ته راځي چې دلته اوس طالبان نشته.

 د سوات په مرکز مینګوره کې د نجونو د تر ټولو پخواني مکتب، ګورنمنټ کالج نمبر یو،  سرمعلمه سلطانه انور وایي چې اوس جینکۍ ځکه ډېرې مکتبونو ته ځي چې د تعلیم په قدر لا زیاتې پوهېدلې دي. د سلطانې په قول، طالبانو د تعلیم حق ورنه اخیستی و او کله چې یو حق له چا څخه واخیستل شي، بیا یې په قدر ډېر ښه پوهېږي.

  دیارلس کلنه سیده رحیم چې اوس په ګورنمنټ کالج نمبر یو  کې په زده کړو بوخته ده، وایي چې کله د دوه زره اووم او دوه زره نهم کلونو تر منځ په سوات کې د طالبانو زور و، مکتبونه بند وو او دې به له ځان سره همېشه اوښکې تویولې چې د ډاکتر کېدلو ارزوګانې یې اوبو یووړې. د سیده رحیم په قول: هغه ډېرې سختې ورځې وې . نه امېد راسره وو او نه ډاډ. په کور کې چې به مې کتاب راواخیست، د ویلو انرژي به مې په ځان کې نه لیده. ما ته په زړه کې راتېرېدل چې بیا شاید هیڅوخت مکتب ته لاړه نه شم.

 کله چې سوات ته پوځ راغی او طالبان یې پسې واخیستل، په اوله کې د سیدې رحیم مور، لور ته اجازه نه ورکوله چې مکتب ووايي ځکه وېره ورسره وه چې حمله به ورباندې وشي  خو وروسته یې وېره ختمه شوه او لور یې مکتب ته پرېښوده.

 سیده رحیم وایي چې دې د ملالۍ ویناوې خوښېږي.دا غواړي چې د هغې په پل، پل کېږدي او خلک قانع کړي چې په خپلو بچو باندې زده کړې وکړي.

 که څه هم په سوات کې اوس تر بل هر وخت زیاتې نجونې مکتبونو ته ځي خو پاکستان له لویه سره د تعلیم په برخه کې ډېرې ستونزې لري. په دغه هېواد کې د مکتب د عمر کابو نیم ماشومان مکتبونو ته نه ځي. د دغه هیواد یوازې شپږدېرش فیصده ښځې او دوه اویا فیصده نارینه لیک لوست کولای شي.

 په پښتونخوا ایالت کې بیا د لیک لوست او تعلیم حالت نور هم خراب دی. د دغه ایالت د معارف وزیر محمد عاطف وایي چې باغیانو په تېرو پنځو کلونو کې په پښتونخوا کې اووه سوه پنځوس مکتبونه سوځولي دي.

 د پښتونخوا نوی حکومت چې د عمران خان له ګوند سره تعلق لري، د پښتونخوا د تعلیم بودیجه اووه ویشت فیصده زیاته کړې ده. د دغه حکومت مقامات وایي چې د نجونو تعلیم د دوی لپاره ډېر مهم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *