تاند- د ایران د سپاه پاسدران خبري اژانس وايي، په سوریه کې له دغه ځواک سره د تړلي فاطمیون لوا ۳ افغان غړي وژل شوي دي.

د ایران د دغه ځواک اژانس د سې شنبې په ورځ وویل، په وژل شویو کسانو کې یو تن د ایران په مشهد ښار کې خښ شو، او د پاتې دوو نورو جنازه به روانه اوونۍ په اصفهان کې خاورو ته وسپارل شي.

اژانس نه دي ویلي چې دا درې تنه کله وژل شوي او یا له چا سره د جګړې په مهال وژل شوي دي.

د فاطمیون اجیران، چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک له لوري د سوریې د بشاراسد د رژیم د ملاتړ لپاره ګومارل شوي، افغان شیعه ګان دي.

تر دې پخوا هم په ځلونو په سوریه کې د وژل شویو افغانانو مړي د ایران مشهد او نورو ښارونو او ولایتونو ته راوړل شوي دي.

2 thoughts on “په سوریه کې د فاطمیون لوا ۳ افغان غړي ووژل شول”
  1. دغه پلید بوټي چې د نورو د ګټو د ساتنې لپاره جنګيږي چې له یوې مخې پناه شي ښه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *