تاند- د اوو تنو افغانانو مړي، چې د سوریې په کورنیو جګړو کې وژل شوي ول، د پنجشنبې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شول.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران د یوه پوځي جنازه هم، چې د عراق په سامرا ښار کې وژل شوی و، پرون د ایران د ګیلان ولایت په لنګرود ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
د سامرا اکثره اوسېدونکي سنیان دي.
ایرنا او د ایران ابنا خبري اژانسونه وايي چې په سوریه کې د لږترلږه ۱۲ وژل شویو افغانانو جنازې تېره میاشت په ایران کې خاورو ته سپارل شوې وې.
ایرنا په مشهد کې پرون خاورو ته سپارلي افغانان د حضرت بي بي زینب د سپېڅلي زیارت د دفاع په لاره کې شهیدان بللي دي.
دغه خبري اژانس د وژل شویو افغانانو نومونه علیرضا توسلي، رضا بخشي، نعمت الله نجفي، جاوید یوسفي، حسین حسیني، محمود حکیمي او قاسم سادات یاد کړي دي.
ابنا خبري اژانس علیرضد توسلي، چې په ابوحامد مشهور و، د «فاطمیون» لوا قومندان بللی او رضا، چې په «فاتح» مشهور و، د دې لوا مرستیال قومندان ښودلی دی.
اژانس وايي چې ښاغلی توسلي دوه کاله پخوا د حضرت بي بي زینب د زیارت د ساتنې لپاره سوریې ته تللی و.
تر دې مخکې د امریکا وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې ایران هغو افغانانو ته چې په سوریه کې د بشاراسد د حکومت د ملاتړ لپاره د سوریې جګړې ته ځي د میاشتې ۵۰۰ ډالره او د ایران اقامت ورکوي.
سي این این تلویزیون هم یوه ویدیو خپره کړې وه چې د اسد رژیم مخالفانو ته یو ژوندی په لاس ورغلی افغان وايي چې په ایران کې روزل شوی.