په سویدن کې د افغانستان سفیر

تاند- په سویډن کې د افغانستان سفیر د خپل سفارت د هغه متعصب کارکوونکي په کلکه دفاع وکړه چې په وروستیو ورځو کې یې یوه افغان ته د پښتنو په اړه سپکې سپورې ویلې وې.

سفیر حمید هامي، بې له دې چې تحقیق وکړي او حتي د سرور ستانکزي له لوري خپره شوې اډیو – ویډیو واوري، نه یوازې هغه رد کړه بلکې دا یې دسیسه وبلله او په عین حال کې یې ښاغلی ستانکزی ګواښلی چې د سویډن حکومت ته به ورڅخه شکایت وکړي.

هامي امریکا ږغ ته وویل چې د ستانکزي له لوري خپره شوې اډیو او ویډیو ده سمه نه ده اورېدلې« مکمل مې اورېدلی نه دی ځکه چې دا غږ زموږ د هیڅ یوه کارکوونکي نه دی. زه یوه مټینګ ته روان وم، دا ویډیو مې په اصل کې په لاره کې ولیدله.»

د سرور ستانکزي له لوري په خپره شوې اډیو کې په ستوکهلم کې د افغانستان د سفارت یو کارکوونکی پښتانه د افغانستان اتباع نه بولي او پښتو ژبه توهینوي.

https://www.facebook.com/100009031497905/videos/2070209126623450/

له ښاغلي هامي څخه نه دي پوښتل شوي چې نو بیا پر څه اساس ادعا کوي چې غږ د ده د سفارت د کوم کارکوونکي نه دی.

ښاغلي ستانکزي تاند ته وویل چې د سفارت د رسوایۍ له افشا کولو وروسته ورته پر له پسې خبرداري ورکول کېږي چې وروستۍ بېلګه یې د سفیر څرګندونې دي چې په لفافه کې یې بیان کړي دي.

سرور ستانکزی ۱۸ کاله عمر لري او په روان /۲۰۱۷/ کال کې یې په سوېډن کې د ریاضي په برخه کې د ۷۰۰ کسانو له منځه لومړی مقام وګاټه (په دې هکله د تاند راپور) ده د  فیسبوک له لارې په سوېډن کې د افغانستان سفارت د ناوړه چلند له امله شکایت کړی و چې د سفارت د کارکوونکیو له ټیلیفوني ګواښ سره مخامخ شو.‌

7 thoughts on “سرور ستانکزی په سویډن کې د افغان سفیر له لوري تهدید شو”
  1. په سویدن کې د افغانستان سفیر حمید حمامی مجبور دی چې د خپل سفارت او بادراوړې څوکې د ساتلو لپاره د خپل ځان یا ملګري دفاع وکړي . خو مونږ افغانان هم حق لرو د سفیر او د هغوی د ملګرو له لاسه د افغانستان دولت خصوصا ولسې جرګې او مشرانو جرګې ، حکومت او شخصا ولسمشر ته رسما شکایت وکړو.
    هغه څوک چې زمونږ له سهم اوحق نه په استفادې په سویدن کې د ديپلومات په حیث دنده سرته رسوي، له خپلو ماشومانو او کورنۍ سره په هغه هېواد کې آرامه ناست دی، دالري معاشونه اخلی ، د ځان او کورنۍ بیمه ، د کور کرایه ،نور ډول ډول امتیازات یې زما او ستا له سهم او حق نه د افغانستان دولت ورکوی. زمونږ رسمي نماینده او استازي په حیث هلته مېشت دی خو:
    د افغانستان د ټولو منل شویو قوانینو نه سرغړونه کوي ، زمونږ د ورونو قومونو ترمنځ نفاق اچوي ، د پښتون ستر اویا میلیوني قوم او ژبې ته توهین کوي ، زمونږ مشکلات نه حل کوي، او جالبه خو داده چې لاهم زما له لاسه د کوربه هېواد مقاماتو ته سفیر صیب شکایت کوي .
    داسې سست عنصره ، مضر ، متعصب او د ملی یوالی مخالف کسان هېڅکله هم زمونږ د هېواد او خلکو استازیتوب نشې کولی. د داسو کسانو پاته کېدل په حساسو او له مصارفاتو نه په ډکو څوکیو پاته کېدل همدومره ضرر زمونږ خلکو او دولت ته رسوي لکه وسله وال مخالفین ، بنا نوموړی تش په نامه « دیپلومات » باید ژرترژره له دندې ګوښه او بېرته افغانستان ته راوغوښتل شي او مخامخ لويې څارنوالي ته د پورته ذکرشویو جرایمو له امله معرفي او د وطن له دښمنانو سره یوځای محاکمه شي.

  2. سفیر د خلکو غبرګون ته ګوري چې څومره کسان دا خبره جدي ګڼي په کار ده چې پښتانه نور ویښ شي
    د تاند او نورو رسنیو هم کور ودان چې دا خبره یې رسنیز کړه

  3. دغه هامى زه پيژنم، که څوک غواړى چى د تعصب او رزالت تعريف زده کړى نو بې ادبي معاف له دغه
    هامى خره سره دى کښينى. دا يو ډير بد اخلاقه انسان دى، منطق اصلأ نه پيژنى، او نوره بد اخلاقى خو يي اصلأ زه شرميږم چى بيان يي کړم. دوستانو که تاسو د هغه ناولې خبرو ته ځير شى نو نوموړى په خپلو خبرو کې حتى ولسمشر ته توهين ، کوى او وايي چى برو دستت تا غنى ګک ات
    ، خلاص نو اوس ولسمشر ته دا په کار دى چى دا او سفير دواړه له دندې وشړى، که چيرته ولسمشر دا کار ونکړى نو د دغه کتعصب ناولى خىره بيا بيلکل مصداق پيدا کوى چى اشرف غنى غنى ګک دى،
    د ناريخ په اوږدو کې او نن ورځ ټول مبارزين دا منى چى حق هيڅکله هم د نړى له بې مروته اربابانو څخه چا په زاريو ، ننواتو او سوال ندى تر لاسه کړى، بلکي حق اخيستل کيږىـ
    دا ګږه خوله په سوک سميږى، د اقغان شاه زلمو د يووالى په هيله

  4. دا حمامی دی که کیسه مال همدومره ظرفیت لری د افغانستان حکو مت ته په کار دی چی داسی ناکاره خنڅیران او وطن پلرونکی ټول بیرته هیواده ته وغواړی او خپلی پلارنی دندی ورسپاره لکه موچی ګری پنچرمینی، حمامونه او داسی نور په ریښتیا هم په سویدن کښی ددی خاین له لاسه د پښتنو ژوند ډیر تریخ دی

  5. د افغانستان هر قوم ته سپکې سپورې ویل، د قانون او ملي وحدت خلاف عمل دی. که د سفارت کارکوونکي
    دغسې کار کړی وي، لطفا د ده نوم افشا شي او وویل شي چې په سفارت کې څه کار کوي او څه وظیفه لري. په درنښت

  6. سفیر ښه کوي چې تهدید کوي، ځکه دی پوهیږي چې د پوښتنې څوک نشته او د پوښتنې خو ځکه څوک نشته چې ۳ کاله مخکې جان کیری بابا د افغانستان اداري اندام ټوټه ټوټه وویشلو او دغه سفارت شورای نظار ته او بیا دغه غله ته په میراث ورسیده. میراث خو د هرچا شخصي ملکیت وي څوک پرې څه کار لري

  7. له تاند نه ډيره مننه، چي دا مهمه موضوع تر لوستونکو پوري ورسوله. دا موضوع ما نن په ولسي جرګه کي وړاندي کړه او نورو وکيلانو ييهم ملاتړ وکړ.
    د يکشنبي په ورځ زمو کميسيون د بهرنيو چارو له وزارت څخه معلومات او جدي اقدامات غواړو.
    که کوم دوست ته د دغه متعصب کارمند نو او دنده ماته وښيي مهرباني به مو وي.
    ندرخان کټوازیNaderkhan Katawazai

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *