تاند- د سویس پر الپ غرونو دا سرخلاصی یا بې بامه هوټل (Null Stern) نومېږي.
نول ستیرن، چې په جرمني ژبه (صفر ستوري) ته وايي، د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې پرانستل شو او د ۲۰۱۷ تر پایه پوري مخکې تر مخکې ریزرف شوی دی.
د دغه هوټل جوړوونکي اوس له توریستي ادارو سره په خبرو بوخت دي چې په سویس کې دې ته ورته نور هوټلونه جوړ کړي.
نول ستیرن هوټل د سمندر له سطحې ۶۴۶۳ فوټه لوړ د سویس په مرکزي برخو کې پر الپ غره جوړ شوی دی.
د دغه هوټل د یوې شپې کرایه ۲۱۰ ډالره ټاکل شوې ده.
دا هوټل دېوالونه، بام او تشناب نه لري. یوازې لوی تخت، میزي څراغونه، او کوچیني مېزونه لري.
عمومي تشناب ورڅخه ۵ دقیقې (پلی) لېري دی.