تاند- د افغانستان، پاکستان او امریکا مشرانو نن د سویس په داوس ښار کې د نړۍ د کالنۍ اقتصادي غونډې ترڅنګ په خپل منځي اړیکو او مسایلو خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن او د پاکستان صدراعظم نوازشریف په خپله درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر وروستیو هلوځلو هم خبرې وکړې.
سپینه ماڼۍ وايي چې په دې کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم حاضر و.
د افغانستان د سولې لپاره هلې ځلې وروسته له دې چې پاکستان له افغانستانه وغوښتل چې د رول لوبولو موقع ورکړي، تېزې شوي دي.
په دې لړ کې د جنورۍ په یوولسمه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو څلوراړخیزه غونډه جوړه شوه چې په تعقیب یې بله څلور اړخیزه غونډه تېره دوشنبه /جنوري ۱۸مه/ په کابل کې دایره شوه.
د سویس په داوس کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې، چې د نړۍ د ۴۶ مې اقتصادي غونډې په څنګ کې وشوه، د افغانستان د سولې لور ته پر اخیستل شویو ګامونو او پرمختګونو نظرونه تبادله شول.