تاند- سویس نن /چهارشنبه/ د ګوتارد (Gotthard Railway Tunnel) په نوم د اورګاډي تونل، چې تر واورینو غرونو لاندې تېر شوی دی، پرانست.
سویس د دغه تونل پر جوړولو ۱۷ کاله کار وکړ او ۱۲ ملیارد ډالره ولګول. (۱۲ اعشاریه ۲ ملیون سویسي فرانک)
په ګوتارد کوتل کې تر دې پخوا هم دوه تونلونه تېر شوي و، لومړنی یې، چې په ۱۸۸۲ م کال کې جوړ شوی و، رېلار ده.
د سویس ګوتارد تونل د جاپان تر ۵۳ کیلومتره او ۸۰۰ متره اوږد سیکان تونل، چې د نړۍ تر ټولو اوږد تونل و، دوه کیلومتره او ۳۰۰ متره اوږد دی.
د سویس ګوتارد تونل په ځینو برخو کې ۱۴۰۰ متره ژور جوړ شوی دی.
په دې تونل به په ژمي، چې نورې لارې واورو پوښلي وي، زیات تګ راتګ کېږي. ویل شوي چې د دسمبر په میاشت کې به د ورځې ۲۶۰ باري رېلګاډي او ۶۵ مسافروړونکي اورګاډي په دغه تونل کې تګ راتګ کوي.
د نړۍ د دغه اوږده تونل په پرانستونکو مراسمو کې د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولان او د ایټالیا صدراعظم متیو رینزي ګډون کوي. په مراسمو کې به نڅاوې، موسیقي او د تونل لپاره ځانګړې ویل شوې سندره هم واورول شي.
دا تونل به د جرمني او ایټالیا ترمنځ تګ راتګ اسانه کړي.