میرویس جلالزی –
د ملګرو متلونود ماشومانو د ملاتړ صندوق ( UNICEF ( او د بشر د حقونو دڅار سازمان ( HRW) په یوه تازه رپوټ کې د سویلي اسیا له یو شمیر ملکونو غوښتي چې د کم عمره نجونو د ودولو مخه ونیسي او هغه قوانین یا ملغا او یا هم اصلاح کړې د کومو له مخې چې یو شمیر کسان د وړو نجونو سره د واده کولو په صورت کې په قانوني ډول تر تعقیب لاندي نه نیول کیږي.
رپوټ کاږي چې د په ۲۰۱۶ کال کې په سویلي اسیا کې له دوو نجونو یوه هغه يي د اتلس کلنۍ عمر ته له رسیدو دمخه واده شوي او د نړۍ دغه وچه د بلي هرې برخې په پرتله د کم عمره نجونو د ودولو ډیري پیښي لري.
رپوټ کاږي چې په بنګلدیش کې د وړو نجونو د ودولو سلنه ۵۲ ده، په هندوستان کې ۴۷ سلنه، نیپال کې ۳۷ او افغانسان کې ۳۳ سلنه ده .
د ملګروملتونو وړاندوینه ښيي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۳۰ کلونو تر منځ به په سویلي اسیا کې ۱۳۰ ملیونه کم عمره نجوني د خپلو کورنیو او یا هم نورو وارثینو له لوري واده کړای شي چې دا یو لوی ناورین دی.
د سویلي اسیا په کچه د نجونو لپاره تر ټولو بد ملکونه به ترتیب سره Bangladesh, ، India ، Afghanistan,، Bhutan ، Sri Lanka، Pakistan، Nepal او Maldives ښودل شوي دي.
سازمان په سویلي اسیا او په ټوله اسیا کې د کم عمره نجونو د ودولو اصلي لامل د کورنیو له لوري هغوي ته د دوهم موجود په سترګه کتل بولي او انګیرنه دا ده چې نجوني باید ښځي شي، د کور کار وکړي او لوړي زدکړي ورته ګټه نه لري.
افغانستان هم یو له همدې هیوادونو څخه دی چې پکې دیري وړي نجوني د کورنیو له لوري یا په بدو کې ورکول کیږي او یا هم خپل قانونی سن ته له رسیدو دمخه ودیږي.
په همدي حال کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې ( یونسف) همدا راز ویلي دي چې د افغانستان په ګډون په یمن، هندوستان او سومالیا کښې په هرو۷ ثانیو کښې یوه کوچنۍ نجلۍ واده ته اړايستل کيږي.
تر وخت مخکې ودونه نه یوازي نجوني له زده کړو څخه بې برخې کوي، بلکي د ماشوم د زیږدني پرمهال د مور او ماشوم د مرګ خطر هم ډیروي، ځکه د دوی بدن ماشوم زیږونې ته چمتو نه وي.
د ماشومانو د ملاتړ سازمان اجرایوي مشر، هیلې تورننګ شمیت وايي: ((په کم عمر کښې د نجونو ودول ډیرې ناخوالي زیږوي او د نجونو اساسي حقوق لکه زده کړه، پرمختګ او د ماشومتوب فرصتونه ترې اخلي)).
د هغه په وینا هغه نجونې چې په کم عمر کښې واده ته اړي کیږي له ښوونځي او زده کړو بې برخې کیږي او زیاتره له کورني زورزیاتي، ناوړه ګټې اخیستنې او ان له جنسي تيري سره مخامخ کیږي. دوی د امیدوارۍ په اوږدو کښې د ایډز په ګډون د نورو ناروغیو له ګواښ سره مخامخ وي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي که نجونې مخکې له وخته ودونه ونه کړي له یوې خوا کولای شي خپلې زده کړې وکړي او له پلوه د د هېوادونو په اقتصاد کې هم مهم رول لوبولی شي.
سازمان د بېلګې په توګه د کینیا یادونه کړي چې که په دغه هېواد کې ۲۰۰ زرو نجونو ددې پرځای چې له وخته مخکې واده وکړي، کار کړای وای نو له خپل هیواد سره به یې ۳،۴ میلیارده ډالره مرسته کړې وای، چې په برازیل او هند کې هم د ورته بېلګو یادونه شوې ده.
افغانستان که څه هم په تیرو څو کلونو کې د قوانینو په اصلاح کې یو شمیر مهم پرمختګونه تر لاسه کړي لیکن لا هم د بشرحقونو او ماشومانو د ملاتړ ادارې نیوکي کوي چې د کم عمره نجونو ودول لا هم د یو دود په توګه شتون لري.