ښاغلیه ولسمشر اشرف غنی  احمدزی!   تا په دومره  کم وخت کې  د ټول  افغان  ولس غږ واورید او زر تر زره دی  د ټولو  افغانانو  ستونزو  د حل کولو امر کړی او ورسره دی  د فساد مخ نیوی  هم وکړ. دشکر مقام دی چې افغانان  وس  داسی یو  ولسمشر لری چی  د  هر  افغان  ارمان به وس پوره شی  ولی چی تاسو  د فساد پر وړاندی کلکه مبارزه وکړه او لا  راونه ده  او  همدا  د ټولو  افغانانو  د زړه ارمان وو،

ښاغلیه ولسمشره ! د اروپا  په  ټولو هیوادنو کی  ډیر شمیر  افغانان میشت دی  کوم چی  دلته د مختلف قسمه  ستونزو  سره مخ دی، تاسو به خبر یی  یا نه  چی  د اروپا د سویډن  هیواد په شمول  د ټولی  اروپا نه  ډیر شمیر  افغانان په زور  بیرته  افغانستان  ته ډیپورټ کوی  یانی لیږی یی.

د  سویډن  هیواد په دی نږدی ورځو تقریبا د ۳۵ نه تر ۴۰ کسانو پوری افغانان بیرته په زور  وویستل او په افغانستان کی زمونږ  د هوای میدان پولیس بی له کومی  پوښتنی  دوی  له لاسه نیسی  او د کابل د هوایی میدانه یی وباسی،

ښاغلیه ولسمشر دا خو تاسو ته هم  معلومه ده چی په ګران  هیواد کی  ناامنی او نوری  ډیری ستونزی شتون لری خو له بدامنیتۍ سره سره  زمونږ ډیر شمیر  افغانان نوری  ډیری شخصی ستونزی او بدۍ هم لری،ولسمشره  په سویډن کی  چی مخکی  د افغانستان سفارت نه وو او په ناروی کی وو نو د افغانستان سفارت به هغه  افغانانو ته  پاسپورټ نه ورکولو  کوم به چی په زور له سویډن ، ناروی ، او فنلند نه ویستل کیدل خو دی هیوادنو به بیا هم  زمونږ  خوار  افغانان په زور  افغانستان ته لیږل ،

ښاغلیه  ولسمشره زموږ وړاندیر  تاته دا دی چی  زموږ د اروپا میشتو  ستونزو څه حل  وګوره چی  دلته میشت مسافر له دی ویری او ستونزی څخه خلاص شی.  ولی چی دوی دلته شپه او ورځ په دی ویره کی وی چی کله به یی پولیس نیسی او افغانستان ته به یی په زور لیږی.

ولسمشره  د م.ملتونو د یو این چ سی ار.  او یا  هم د بشری قانون پر اساس هر وګړی حق لری چی په کوم دریم هیواد کی پناه واخلی خو دا حق  د افغانانو  ځنیو خلکو نیولی کوم چی  د وخت واکدران وو،

د م.م قانون وایی چی  هر هغه وګړی چی په  خپل  هیواد کی کومه ستونزه ولری  نو کولی شی په دریم هیواد کی پناه  وغواړی او دا حق لری.

خو په اروپایی هیوادنو کی  زمونږ نه دا حق اخیستل شوی دی ، ولی  چی  اروپایان وایی چی  د افغانستان خارجه وزرات سره  زموږ تړون لاس لیک شوی چی  دوی بیرته افغانان افغانستان ته ولیږی کوم چی  همدا لیږل  شوی افغانان په افغانستان کی بیا له ډيرو ستونزو سره مخ شوی دی او شاید چی ډیرو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی وی.

د م.م قانون چاته هم اجازه نه ورکوی چی  یو بشر دی په ستونزو کی  وی  او یا دی ستونزی ته ولیږل شی ولی چی د م.ملتونو  په قانون هرهغه وګړی حق لری چی په دریم هیواد کې پناه واخلی .

ښاغلیه ولسمشره!  د سویډن په  هیواد کی خو  د افغانستان پاسپورټ او تذکره او  داسی نور مهم اسناد  چی  د یو وګړی هویت پری معلوم کړی  هغه هم نه منی چی دا هم یوه ډیره لویه ستونزه ده .

ولسمشره  د افغانستان خارجه وزرات چی د سویډن  هیواد سره  دا تړون لاسلیک کولی شی نو ولی تری دا نه پوښتی  چی  تاسو  ولی د افغانستان اسناد نه منی ،کومه ستونزه موجوده ده؟ولې ورته نه وای چې وس  موږ حکومت  او پارلمان لرو او له تاسو سره ډیپلوماتیکی اړیکی هم لرو ولی تاسو په سویډن  کی زمونږ  د افغانانو  ستونزی د هغوی د پاسپورټ  او تذکری پر سرنه حل کوی ؟

ښاغلیه ولسمشره! زمونږ  دټولو افغانانو  سترګی تاته دی  ولی چی ته کولی شی  د افغانانو ستونزو ته د پای ټکی کیدی او پر  همدی اساس  موږ ټولو افغانان تاته رایی درکړی تر څو زمونږ ستونزی حل شی. او تاسو د خارجه وزرات نه وپوښتی  چی  ولی  افغانان د نړی د ګوټ ګوټ نه، د نړی  د هر هیواد نه په زور ویستل کیږی؟

ښاغلیه ولسمشره زموږ ټولو اروپا میشتو  افغانانو ستا  نه  هیله ده چی  تاسو به په زور دویستل شوو افغانانو ملاتړ وکړی او په  افغانستان کی په زور ویستل شوی  افغانان په هوایی میدانانو کی وانخلی  تر څو  اروپایی هیوادانو په  زور  دیستل بند کړی.

د افغانانو په زور د ایستلو د توقف او د یو سرلوړی  او ودان  افغانستان په هیله. ژوند ژوند  افغانستان.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *