سویډن سیف الرحمن شیرزاد –
په سویډن کې نن شنبه د یوې افغان کورنۍ درې غړي د اورګاډي یا ټرین په ترافیکي پیښه کې مړه شول.
د سویډن د پولیسو په وینا، دغه پیښه سهار ۱۰.۲۰ دقیقی وشوه. دې کورنۍ غوښتل چې له سهارنۍ (سبناري) خوړولو وروسته بازار ته لاړ شي خو په لار کې یوه ټرین وهلي او درې واړه یې وژلي دي.
ویل کېږی چې دغه افغان کورنۍ تازه سویډن ته د پناه غوښتو دپاره راغلي وه. دوی دلته خپلوان هم نه لرل.
د پولیسو په وینا، دغه کورنۍ د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۹مه سویډن ته ورغلې وه څو دلته پناه واخلی.
تراوسه لا معلومه نه ده چې دغه افغانان د افغانستان د کوم ولایت دي خو د پولیسو په وینا د مړې شوې ښځې عمر د ۳۰ نه تر ۴۰ کالو ترمنځ دی.
د سکوني پولیسو اوس څیړنه شروع کړې چې ولي دا پیښه رامنځته شوې. د عینی شاهدانو په وینا پولیسو په دغه ځای کې له خلکو نه پوښتنی کړي چی دغی ښځې خو به کوم تکلیف نه درلود خو ځايي خلک وایي چې دې ښځی کوم تکلیف نه درلود او هغه ډیره خوشحاله وه.
د ځایی خلکو او پولیسو په وینا دوی له خپل استوګنځی نه یو کیلومتری لېري په دغه ټرافیکی پېښه کې وژل شوي دي.