فرشته حضرتي

تاند- سویډني رسنۍ وايي، په دغه هیواد کې د یوې افغانې د تعقیب امر شوی دی.

د سویډني رسنیو د راپورونو له مخې، دا ښځه فرشته حضرتي نومېږي او د پنجشېر د نوموتي قوماندان احمدشاه مسعود د ورور ولي مسعود خښینه ده.

 رسنۍ وايي چې فرشتې حضرتي له افغانستانه ګڼ کسان په درغلۍ سویډن ته رسولي دي.

ډ مېرمن حضرتي درغلۍ لومړی پلا یوې سویډنۍ ژورنالیستې (Johanna Karlsson) افشا کړې.

په سویدڼ کې مېشت افغان فعال نجیب الله زاخېلوال د سویډني چارواکو په قول وايي چې مېرمن حضرتي په دې نوم چې د ښځو د حقونو په اړه سیمینارونو ته له افغانستانه فعالانې راغواړي، وېزې اخیستي او بیا یې په نورو کسانو هره وېزه په ۲۰ زره ډالره پلورلې ده.

مېرمن حضرتي په سویډن کې د دوو ټولنو مشره ده.

دې د انترنیټ له لارې د افغانستان پر ضد ګڼې لیکنې خپرې کړي او خلک یې د هیواد تجزیې ته هڅولي دي.

د سویډن یوې محکمې د فرشتې حضرتي د قضیې په تړاو په اسلام اباد او نوي ډیلي کې د سویډن د ۴ دیپلوماتانو دندې ځنډولي او له هغوی څخه یې په دې اړه تحقیقات پیل کړي چې وېزې یې له پوره معلوماتو پرته د مېرمن حضرتي په غوښتنه صادرې کړي دي.

اټکل کېږي چې مېرمن حضرتي ۷۴ وېزې ترلاسه کړي او پلورلي دي خو په دې منځ کې ۵۰ وېزې ثابتې دي او د نورو په اړه څېړنې روانې دي.

مېرمن حضرتي له سویډن څخه دوبۍ ته تښتېدلې ده.

One thought on “په سویډن کې د ولي مسعود د خښینې د نیولو امر شوی”
  1. فرشته حضرتی چی دپنجشیری دغلام حضرت نامی(پخوانی شعله یان) لورده چی په پخوانی شوروی کی یی په سایبریاکی زده کړی کولی.بیا دنالایقی په وجه له پوهنتون څخه وایستل شوه اودوه کاله یی دمحصلینوپه اطاقوکی دمهاجرت او بی سرنوشتی شپی او ورځی تیرولی.
    فرشته حضرتی بیا په بهرکی دفاشیستی افغان ضدکړیو په لاس کی ولویده اوپه خاوران ویپ پاڼه کی یی دکلونولپاره افغان ضد اوپښتون دښمنه ډنډوره وغږوله. دغه فاشیستی نانځکه چی په دری اوپښتولیکل هم نشی کولای اولیکنی یی نورفاشیستان(رهین) کوی په داتیرو۱۸ کلنوکی نه یوازی دسیمینارپه پلمه بلکه هرکال یی دآمرصاحب دسالګری په مناسب دمارشال له دفتره څخه تربهرنیو چارو وزارت پوری هرکال د۲۰-۳۰ ویزی اخیستی اوبیایی خلک بهرته قاچاق کړی.
    دفرشتی کورنی چی داحمدشاه مسعود دبرنامو سره موافقه نه وه نو یوڅه دهغی لخوا ترفشار لاندی وه. بیایی نوچی بهشته جانه مقدسی کورنی ته حواله کړه نو ددوی بخت هم راویښ شو اوفرشته دماسکوله کوڅه ډب توب څخه بیا دخراسانیانو اونوورومزدورو سکتاریستانو دسندری ټکی وګرځیده.
    دهغی داخلاقو کمزورتیا په ټوله روسیه اواروپاکی دخلکوپه ژبوپرته ده .
    فرشتی بیانویو سیاسی-فاشیستی-ستمی واده له پدرام سره وکړ اودواړوپه ګده مټی راونغښتی ترڅودافغانستان پرضدی توتْیی لاپسی
    ګړندی کړی که چیری هیواد وال دفاشیستانو اوسیکتاریستانو له فرهنګ سره بلد وی نو ما څوکاله مخکی نوموړی ته چی دمارشال ددفترپه ملاتړکابل ته راغلی وه یوڅوټکی ورته په خاوران کی وړاندی کړل.
    الله ګل دانه دانه
    دستمال چهارخانه
    راکت سرشانه
    پکول جانانه
    ریش دانه دانه
    چوروچباول کن
    که آدم نه مانه
    فرشتی جانی به ډیرښکلی چارخانه شورای نظاری دستمال هم په غاړه اچولی و. خوپه دی تصویرکی ډیر خپه شوم چی آمرصاحب به هم پری خوابدی شوی وی چی هغه چارخانه دستمال اوس داسی بربنډ شو.
    دهیواد دژغورنی په هیله
    درویش وردګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *