تاند- شاوخوا سلو تنو، چې مولونه یې وهلي ول، د سویډن په پلازمېنه ستوکهلم کې پر یو شمېر پناه غوښتونکو حمله وکړه.
د راپورونو له مخې، حمله کوونکو، چې ګومان کېږي متعصبه سویډنیان به ول، مخونه پټ کړي او په مړوندونو یې تورې پټۍ تړلې وې.
دوی تېره شپه /جنوري۳۰/ د ستوکهلم د اورګاډي په سټېشن کې، چې معمولاً پکې ډېر بیروبار وي، پر هر هغه چا برید کاوه چې په نظر به سویډن ته تازه ورغلی پناه غوښتونکی ښکاره شو.
دوی دغه راز د هغه میدان لور ته یرغل ورووړ چې پناه غوښتونکي پکې زیات وي.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د حمله کوونکو د یرغل په نتیجه کې څومره پناه غوښتونکي ژوبل شوي دي.
سویډن د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات شمېر پناه غوښتونکي یې منلي دي خو تېره اوونۍ د دغه هیواد حکومت اعلان وکړ چې شاوخوا ۸۰ زره پناه غوښتونکي به، چې دغه هیواد ته د ورغلیو پناه غوښتونکو په سلو کې ۴۵ کېږي، له خپل هیواده باسي.
د سویډن حکومت د خپلو خلکو له لوري تر فشار لاندې دی چې کډوال ونه مني.
یو شمېر سویډنیان باور لري چې د زیاتو مهاجرو ورتګ به د دوی پر کلتور او حتي ژبې منفي اغېز وکړي.