خبریال: سیف الرحمن شیرزاد (سویډن سټکهلم)
د سویډن پولیسو د اسکلستونا په ایالت کې وړمه ورځ په یو جومات له برید نه وروسته چې پنځه تنه پکې ټپیان شوي ول تیره ورځ په همدې سیمه کې په یو بل جومات د برید پخلی کړی دی.
پولیسو وویل چې نامعلومو کسانو یو ځل بیا په یو بل جومات برید وکړی دی. د یادونی وړ ده چې په سویډن کې په دوو ورځو کې په دوهم مسجد برید وشو د پولیسو د معلوماتو له مخې برید کوونکو د جومات شیشې ماتې کړي دي. دا برید د ماسپښین په وخت شوی دی.
په سویډن کې له بهرنیو سره د دښمنۍ او افراطیت په اړه یو څیړنیز سازمان ایسکپو ویلي دي چې په روان کال کې په سویډن کې په ۱۲ جوماتونو بریدونه شوي دي.
د نوموړي سازمان په وینا په سیمه کې میشت مسلمانان اکثره وخت دا ډول پېښې پټوي او چارواکو او پولیسو ته شکایت نه کوي.
د یادولو وړ ده چې دا بریدونه یوازې د اروپا په سویډن کی نه بلکی د اروپا په نورو هیوادانو کی هم ترسره شوي. څه موده وړاندې په اتریش کې هم په یو جومات برید شوی و.
بل خوا بیا د سویډن پولیسو د دعه برید کوونکو د نیولو هلې ځلې کوي څو بیا داسی پیښه ونشي.
This is called extremism…the west say we the muslims are harsliners but infact they are hardliners and even cannot tolerate our masjids there… shame on Europe..and their leaders.