تاند- دوه افغانان پر یوې سویډنۍ ښځې د جنسي تېري او په ژوندۍ بڼه د فېسبوک له لارې د جنسي تېري د خپرولو په شک ونیول شول.

په همدې تړاو یو بل په دې خاطر نیول شوی چې له پېښې خبر و خو پولیسو ته یې اطلاع نه وه ورکړې.

دا پېښه د سویډن د پلازمېنې ستوکهلم د شمال په اوپسالا ښارګوټي کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ /جنوري۲۱/ په یوه اپارتمان کې وشوه.

ویل شوي چې یو مشکوک ۲۰ کلن او بل ۱۸ کلن دی. پولیسو وروسته له دې دا دوه تنه ونیول چې د فېسبوک له لارې یې د جنسي تېري د ځای څرک ولګاوه.

دواړو افغانانو د پولیسو دا ادعا چې ګنې دوی جنسی تېری کړی دی، رد کړې ده.

پر دوی د جرم رسمي تور نه دی پوري شوی ځکه چې د سویډن له قوانینو سره سم تر څو چې د دوی خلاف کره ثبوت او شواهد نه وي، تور پرې نه شي لګول کېدای خو پولیس اجازه لري چې په توقیف کې یې وساتی څو ونه تښتي.

د دې قضیې په تړاو یو سویډنی هم په دې شک نیول شوی چې د جنسی تېري راپور یې پولیسو ته نه دی ورکړی.

وروسته له دې چې ځینو کسانو ویدیو په فېسبوک کې ولیده، له فېسبوکه یې وغوښتل چې ویدیو لیري کړي.

د اوپسالا مرستیال څارنوال وايي چې د پېښې ځیني عکسونه او د ویدیو یوه برخه لري خو په دغو عکسونو او ویدیو کې جنسي تېری نه ښودل کېږي.

One thought on “په سویډن کې ۲ افغانان د جنسي تېري په شک ونیول شول”
  1. سلامونه ! هیله کوم داسی خبرونه مه خپروی ددوو کسانو په سبب یو خو افغانستان بدنامه کیږی اوبل دلته خلکوته غلط ذهینیت ورکوی تردی یو ښه سپورټی یا تکنالوژیکی خبر خپور کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *