اوسنى کاروبار او سوداګري له بازار موندنې پرته ډېره ښه پرمخ نه ځي، له همدې امله ده، چې اقتصاد پوهان په سوداګرۍ او د اموالو په پېر او پلور کې بازارموندنې او بازارموندونکي مسؤل شخص ته په زيات اهميت قايل دي، شرکتونه د خپلو اجناسو د پلور لپاره خواريکښ، دندې او سوداګرۍ اصولو ته پابند، نيکو اخلاقو لرونکى او ژبور شخص د بازار موندنې د مسول په توګه ټاکي، هر سوداګريز شرکت هڅه کوي، چې ترټولو وړ کس چې د سوداګريزو او توليد شويو اجناسو پر کيفيت او پرسوداګريزو معاملاتو برلاسى ولري د بازار موندنې د مسؤل په توګه ټاکي، اړينه

ده چې د بازار موندنې مسول بايد د مشتريانو پر ژبه پوه وي او د سوداګريزو توکيو په باب ساده اوروانه ژبه مخاط ته معلومات وړاندې کړي، په څېره او و ېنا کې اغېزه ولري، چې له مخې يې په اغېزناک ډول د مقابل لوري پاملرنه د توکيو (موادو ) اخيستنې (خريدارۍ ) ته را واړوي او د اړوند شرکت سوداګريز توکي په ښه او مناسب قيمت وپلوري، هڅه بايد وشي چې د بازار موندنې مسول شخص کړه وړه، حرکات ، وينا، اخلاق، رواني حالت برابر او څېره يې جذابيت ولري او پېرونکى قانع کړي چې سوداګريز توکي ترې راونيسي، چې په دې ډول سوداګري ښه وده کوي، د اړوند شرکت او ادارې د پرمختګ لامل کېږي او د شرکت د اموالو لپاره په بازار کې په دوامداره ډول د پېر ، پلور زمينه برابرېږي.