راپورتر: اباسين
د لوی افغانستان تحريک د قومي اړيکو مسوول
د روان کال د می میاشتې په يوويشتمې نېټې چې د مشال خان شهيد له څلوېښتمې ورځې سره برابره وه، د استراليا په سيدني ښار کې د قبايلي سیمو، پښتونخوا، کوېټې سربېره د مورنۍ خاورې څخه ګڼ شمېر افغانانو د مشال خان شهيد روح ته د دعا لاسونه لپه او د دوی کورنۍ يې د تسليت او غمرازۍ مراتب وړاندې کړل.
د غونډې په پيل کې د سپېڅلي کلام مبارک ايتونه تلاوت د سید احسان الله له لوري تلاوت شول، د غونډې ويندويي چارې د ښاغلي بشيراحمد پښتون په غاړه وې، نوموړي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او هر کلی وويل.
نقيب يما په خپلو خبرو کې وويل چې افغانان او بالخصوص پښتون ټبر په مورنۍ خاوره او د پاکستان تر اشغال لاندې قبايلي سیمو کې د پنجابي سامراج له خوا وژل کېږي او دوی باندې وحشت او بربريت روان دی، نموړي وويل، چې پنجابي جنايتکاران په کويټه او پښتونخوا کې پښتانه په ډله ايز ډول وژني.
وروپسې اغلي یوسفزۍ خپلې خبرې وکړې او د خبرو په يوه برخه کې يې وويل(( شهید مشال خان شهادت د ټول پښتون ولس لپاره ستره ضايع وبلله او د مشال خان شهادت کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.))
ډاکتر ارين عمر هم خپلې خبرې د پاکستان په جنایتونو پيل کړې، چې پاکستان له افغانانو او خوصوصا د پښتنو په وړاندې د ظلم او استبداد پاليسي پر مخ وړي، او نړيوال يې مخاطب کړل، چې پاکستان هيواد نړيوالې محاکمې ته راکش کړای شي.
شآغلی سیار وړیل د لوی افغانستان جوړیدلاوس د تاریخ یو ه حتمی رامنخ ته کیدونکی پدیده چی که څوک یی غړاړی او یا نه غواړی د افغان لوی وطن جوړیدونکی دی هغه وطن چی هلته د قانون حاکمیت وی او د اکثریت او اقلیت په نامه توپير ته ځای نه وی
بشير پښتون خپلې جذباتي خبرې د پښتني احساساتو په بدرګه او تاريخي واقعيت ولاړې وکړې او زیاته يې کړه، چې د مشال خان شهادت د تور پنجاب له مخ څخه نقاب لرې او ټول ولسونه ځينې کرکه کوي.
وروسته سیار دهسبزي غونډې ته وينا وکړه نوموړي په خبره، چې پنجابي دښمن څه موده مخکې په کوېټه،وزيرستان او کابل کې زموږ خلک او ځوانان په بې رحمۍ سره په شهادت ورسول، ښاغلي دهسبزي زیاته کړه، چې د مشال خان وينې د لوی افغانستان تحريک ته نوې سا ورکړې ده او د لوی افغان بچي به د مشال خان د وينو کسات اخلي، هغوی که په مورنۍ خاوره کې مېشت دي او يا هم په اشغالي سیمو کې د خپلې ژوند چارې پرمخ وړي.
غونډې ته جمال شا جمال د لوی افغانستان دداعيې سرلاری، مورخ اديب خدای بښلي عبدالرحيم مندوخېل د پاره هم له ملګرو نه د دعا غوښتنه وکړه.
غونډې په وروستيو کې قدرمن سلیم افغان وويل، چې د لوی افغانستان تحريک د خو ا په پرتله ځواکمن شوی او په ستر قوت د لوی وطن د جوړولو په لور ګام پورته کوي.
برخوالو وويل، چې د ډيورنډ کرښه د لوی افغان په زړه راښکل شوې چاړه ده، چې پنجابي نه شي کولی، چې زموږ واحد وجود سره بېل کړي
د غوندی په پای کی شاغلی ذین دالزاک وویل چی زموږ دشمنان دی پوه شی چی د مشال وارثین او د هغه د لوړ هدف پیروان او ملګری ژوندی دی او دهغه لاره تعقیبوی
د غونډې په اخر کې ښاغلي زين دلزاک وويل، چې زموږ دښمنان دې پر دې پوه وي، چې د شهيد مشال وارثين او د هغه لوړ هدف پيروان او ملګري ژوندي وي، تر هغو به د شهيد مشال خان لاره تعقيبوي.
مشال خان روح دې ښاده او ياد يې تلپاتی اوسه!
ژوندی دې وي د لوی افغانستان تحريک
استرالیا
د لوی افغانستان تحريک مطبوعاتي دفتر